تاند- د امریکا لوی درستیز نن (جمعه) د خبرواترو له لارې د افغانستان د اتلس کلنې جګړې د پای ته رسېدو هڅو ته محتاطه خوشبیني ښکاره کړه.
جنرال جوزیف ډانفورډ دا خبره په کابل کې د افغانستان له ولسمشر محمد اشرف غني او د افغانستان د سولې لپاره د امریکا له ځانکړي استازي زلمي خلیلزاد سره له کتنې وروسته وکړه.
ډانفورد پرون (پنجشنبه) په کابل کې د افغانستان له ولسمشر او اجرايي ريیس سره جلا جلا ولیدل.
جنرال ډانفورډ د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او طالب استازو ترمنځ د دوحې خبرو ته په اشارې وویل، هغه څه ته په کتو چې اوس یې زلمی خلیلزاد کوي او تر دې وړاندې په ټول تېر وخت کې داسې څه نه و لیدل شوي، محتاطه خوشبیني لري.»
ډانفورد دا څرګندونې د کابل له سفره وروسته په بغداد کې د خبریالانو یوې وړې ډلې ته وکړې.
د امریکا لوی درستیز د چهارشنبې او پنجشنبې په ورځو په افغانستان کې و.
افغانستان ته د ده له سفر سره په یو وخت د بریتانیا لوی درستیز نیکولا پتریک کارتر هم افغانستان ته سفر وکړ.
د دواړو هیوادونو لوی درستیزانو پرون په ارګ کې له ولسمشر غني سره د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د مهارتونو او ظرفیتونو د لوړولو او د افغانستان د سولې او ثبات په اړه خبرې وکړې.
جنرال ډانفورډ پخوا په افغانستان کې د ایساف ځواکونو د قوماندان او د دغو ځواکونو له لوري افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته د امنیتي مسوولیتونو د انتقال د مسوول په توګه کار کړی دی.