تاند- د امریکا لوی درستیز جنرال مایک اې مایلي نن /پنجشنبه/ ناببره کابل ته راغی او له ولسمشر غني سره یې په ګلخانې ماڼۍ کې وکتل.
ارګ او لوېدیځې رسنۍ وايي چې دواړو خواوو د افغانستان د اوولس کلنې جګړې د سوله ییز حل پر امکاناتو خبرې وکړې.
د ولسمشر غني د دفتر له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي« په دې کتنه کې دواړو لورو د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا متحدو ایالتونو د ستراتېژۍ د مثبت تاثیر، د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت د سولې پروسې او پر خپل ځان د بسیاینې په خاطر د افغانستان د پلانونو په اړه بحث او خبرې وکړې.»
د امریکا لوی درستیز وروسته له دې کابل ته راغی چې د دغه هیواد ولسمشر ډانلډ ټرمپ له دې سره سره پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د یرغل دفاع وکړه چې د هغه په وړاندې امریکا په ملیاردونه ډالر ولګول او د هغه چا ملاتړ یې وکړ چې ټرمپ د چهارشنبې په ورځ ترهګر وبلل.
همداراز دا کتنه وروسته له دې کېږي چې د زلمي خلیلزاد په مشرۍ د افغانستان د جګړې د پای ته رسولو لپاره د امریکا هلې ځلې زیاتې شوي دي.
خلیلزاد لږترلږه درې ځلې له طالبانو سره مخامخ خبرې وکړې او ټاکل شوې ده چې د روانې میاشتې په لړ کې بیا دواړه خواوې وویني.