تاند- د امریکا د متحدو ایالتونو دفاع وزیر نن وویل، پینتاګون یو نوی پلان جوړ کړی چې پر اساس به یې که د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو پایلې ژر څرګندې نه شوې او له امریکا سره امنیتي موافقه ژر لاسلیک نه شوه نو امریکايي پوځیان به د روان کال له پای ته رسېدو وروسته هم په افغانستان کې پاتې شي.

د متحدو ایالتونو لوی درستیز جنرال مارتین دیمپسي کابل ته له رسېدو لږ مخکې هغو خبریالانو ته، چې له ده سره د افغانستان په سفر کې ملګري دي، وویل، که داسي موافقه نه وي چې پر اساس یې امریکايي پوخیان په افغانستان کې د پاتې کېدو اجازه ونه لري امریکايي پوځیان ۱۲۰ ورځو ته اړتیا لري چې خپل عسکر او وسلې له افغانستانه وباسي.

دیمپسي همداراز وویل، که ضرورت پېښ شو امریکا تر دې چټک اقدام کولی شي.

ده زیاته کړه:«موږ خپل پلان جوړ کړی چې پر اساس یې په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو د اوسېدو موده تر هغه څه یوه څه اوږده شوې چې توقع یې کېده.»

دیمپسي افغانستان ته د دې لپاره راغلی چې په دغه هیواد کې د ناټو او امریکايي پوځیانو د عمومي قومندان د بدلېدو په مراسمو کې ګډون وکړي.

د جنرال جوزیف ډنفرډ د ماموریت دوره پای ته رسېدلې او ټاکل شوې ده چې نوموړی د نړیوالو ځواکونو قومانده جنرال جان کمبیل ته وسپاري.

په افغانستان کې د ناټو قومانده په یوه خورا حساس وخت کې بدلېږي ځکه چې د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو لانجه لا حل شوې نه ده.

جنرال دیمپسي وویل چې په افغانستان کې د واک لېږد له درکه اندېښمن دی. ده وویل:«بریالی کاندید به اعلان شي، خو ناکام کاندید به هم ښه چوکۍ ولري. فکر کوم مهمه دا ده چې دوی یوه لاره پیدا کړي چې بایلونکی کاندید هم په حکومت کې شریک وي.»

د امریکا لوی درستیز دا هم وویل چې تراوسه څرګنده نه ده چې کوم کاندید به په ویلز کې د ناټو په سرمشریزه کې ګډون وکړي او که ونه کړي.

د ویلز په سرمشریزه کې د ناټو غړي هیوادونه په افغانستان کې د ناټو پر راتلونکي رول خبرې کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *