تاند- د امریکا لوی درستیز جنرال جوزیف ډانفورد د چهارشنبې په ورځ /مې ۲۹/ وویل، د امریکايي پوځیانو د وتلو له غوښتنې سره سره به په افغانستان کې د تروریستي ډلو پر ضد د امریکا هلې ځلې دوام وکړي.

د واشنګټن ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې، د امریکا د پوځ دغه تر ټولو جګپوړي چارواکي، چې د کار دوره یې سږ کال پای ته رسېږي، وویل چې په افغانستان کې د امریکا د پوځي حضور په دوام کې د بحث ځای نشته.

جنرال دانفورډ په واشنګټن کې بروکینګز انستیتیوت ته په وینا کې وویل«هیچا نه دي ویلي چې امریکا مخکې له دې له افغانستان څخه وځي چې زموږ تروریستي ضد ګټې خوندي شوي نه وي…. په دې کې د بحث ځای نشته.»

واشنګټن ټایمز ورځپاڼه وايي، امریکا او متحدان یې په افغانستان کې له داعش او نورو تروریستي ډلو اندېښنه لري.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او طالبانو د قطر په څو پړاوه خبرو کې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو پر مشروط وتلو لومړنۍ موافقه کړې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *