تاند – د امریکا د بهرنیو چارو وزیر تر اته څلویښت ساعته ډیر وخت په افغانستان کې پر انتخاباتي لانجې تیر کړ. د راپورونو له مخې ټاکل شوې وه چې جان کري د جولای په دولسمه په ویانا کې وي او هلته د بریتانیا له بهرنیو چار وزیر ویلیم هیګ او د جرمني له بهرنیو چارو وزیر والتر شتاینمیار سره د ایران د اټومي لانجې په اړه غونډه وکړي.

د ایران غونډه د امریکا او لویدیځ لپاره خورا مهه  ده ځکه چې د جولای ۲۰ نیټه  ضرب الاجل ټاکل شوی دی چې تهران او د امنیت شورا پنځه دایمي غړي او جرمني باید یوې موافقې ته ورسیږي. د دې موافقې له مخې به ایران د یورانیمو د پخولو کچه راټیتوي او غرب به یو لړ بندیزونه پرې کموي.

د ایران په اړه د ویانا د غونډې لومړۍ ورځ له جان کري د افغانستان د انتخاباتو لپاره پاتې شوه او دوهمه ورځ یې هم د دې لپاره یو ډول ګډه وډه شوه چې جان کري له کابله تر ویانا پورې نژدې نهه ساعته د الوتکې سفر دی.

د ایران سربیره د نړۍ بله مهمه موضوع د اکراین ده چې ډیره توده شوې ده. د جمعې په ورځ دیرش اوکرایني پوځيان د دغه هیواد په ختیځ کې د روسي پلوه بیلتون غوښتونکو د توغندي پر برید ووژل شول او تیره اونۍ په واشنګتن کې د امریکا یو شمیر سناتورانو د اوباما پر ادارې سخت انتقادونه وکړل. سناتورانو وویل، پکار ده چې د روسیې پر کمپنیو بندیزونه ولګول شي خو سپینه ماڼۍ ناراستي کوي او یوازې انفرادي بندیزونه یې تر اوسه د اوکراین د مسالې په ارتباط پر روسیې لګولې دي. ځینو سناتورانو د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت مرستیاله خبرو ته نه پریښوده څو خپل دلایل وړاندې کړي.

په داسې شرایطو کې د ایران موضوع د امریکا د خارجي سیاست لپاره خورا مهمه ده او د اوکراین مساله د امریکا د بهرني سیاست بله مهمه مساله ده چې د اوباما د بهرنیو چارو وزیر جان کري یې باید هواره کړي. خو ښاغلی کري په افغانستان کې بوخت و، انتخاباتي لانجه یې هواروله.

جان کري ولې داسې کول؟ د څه لپاره یې په داسې وخت کې تر ۴۸ ساعته ډير وخت د افغانستان انتخاباتي لانجې ته وقف کړ؟

دا ځکه چې افغانستان امریکا ته یو مهم هیواد دی. د دې هیواد اهمیت د متحد ایالتونو لپاره په تیرو ۱۳ کلونو کې نه دی کم شوی.

دغه اهیمت یوازې د جان کري په هلو ځلو کې نه دی محدود شوی، په خپله بارک اوباما د افغانستان د انتخاباتي لانجې لپاره عبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزي ته زنګ وواهه او په یوه اونۍ کې د امریکا ډير نامي سناتورانو کابل ته سفر وکړ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *