تاند، شنبه، د حوت ۲۴ مه: د امریکا د کانګریس په استازو جرګې کې له کورونا وایرس سره د مبارزې لپاره لایحه، چې دواړو ګوندونو وړاندیز کړې وه، په یوه خوله تصویب شوه.

ویل کېږي چې دا لایحه به، له دې سره سره چې په پیل کې ولسمشر ټرمپ پرې ځینې انتقادونه لرل، د نوموړي له لوري توشیح او پر قانون بدله شي.

د استازو جرګې له لوري، چې دیموکراتان پکې اکثریت دي، دا تصویب شوې لایحه په متحدو ایالتونو کې د کورونا وایرسو لابراتواري معاینه وړیا کوي او همداراز کوم کسان چې په دې وایرس ککړ وي، هغو او د کورنیو غړیو ته یې له معاش سره رخصتي ورکوي.

د دې ترڅنګ هغو کورنیو ته چې مالي ستونزې لري، یا وزګاره وي، خوراکي مرسته ورکول کېږي.

دا لایحه د ۴۰ مخالفو رایو په وړاندې په ۳۶۳ موافقو رایو تصویب شوه. د امریکا د استازو جرګه ۴۰۰ غړي لري.
خو اوس به دا لایحه سنا جرګې ته ځي چې جمهوریپال پکې اکثریت دي.

خو دې ته په کتو چې ولسمشر ټرمپ په یوه ټویټ کې د دې لایحې ملاتړ وکړ، باور کېږي چې راتلونکې اوونۍ به سناجرګه هم هغې ته رایې ورکړي.

ټرمپ پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي: ((زه دیموکراتان او جمهوریپال تشویقوم چې ټول مثبته رایه ورکړي، انتظار یم چې لایحه توشیح کړم.))

د امریکا د استازو جرګې مشرې ننسي پلوسي د لایحې تر تصویب مخکې وویل چې دیموکرات ګوند له سپینې ماڼۍ سره پر لایحې موافقې ته رسېدلی دی.

په نوره نړۍ کې هم له کورونا سره د مبارزې لپاره راز راز تدابیر سنجول شوي دي.

چک جمهوریت، چې تراوسه تر ۱۴۰ زیات کسان پکې په کورونا وایرسو اخته شوي، اعلان وکړ چې سر له نن څخه د خوراکي موادو له دوکانونو او درملتونونو پرته ټول پلورنځي د لسو ورځو لباره بندوي.

د دې هیواد حکومت له خلکو غوښتي چې له یوځای کېدو ډډه وکړي.

د چک حکومت بیړنی حالت اعلان کړی او ښوونځي او پوهنتونونه یې مخکې تر مخکې رخصت کړي دي.
بلخوا پاکستان نه یوازې له افغانستان بلکې ایران سره هم دروازې تړلي او ټول تعلیمي بنسټونه یې هم وتړل.
همداراز نن په افغانستان کې هم د کورونا ۳ مثبتې پیښې وشوې او ټول شمیر یې ۱۰ ته لوړ شو.

تر نن پورې په نړۍ کې یولکو ۴۵ زره ۷۰۰ تنه په کورونا وایرسو اخته پېژندل شوي، ۵ زره ۴ سوه ۴۶ تنه ورڅځه مړه شوي او له نېکه مرغه د ۷۲ زره ۵۵۰ تنو درملنه شوې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *