تاند- د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پینس نن شپه /سې شنبه/ ولسمشر غني ته ټېلفون وکړ او د افغانستان د وروستیو حالاتو په اړه یې خبرې وکړې

سپینه ماڼۍ وايي چې ښاغلي پینس له ولسمشر غني سره د بلخ د لېري شوي والي عطا محمد نور په اړه له ولسمشر غني سره د نظرتبادله وکړه.

عطا محمد نور، چې ځان د بلخ والي بولي او د هیچا متابعت نه مني، په وروستیو کې د افغانستان سیاسي حالات خورا ترینګلي کړي دي.

سپینه ماڼۍ وايي چې مایک پینس په بلخ کې له عطا محمد نور څخه نوي والي ته د واک د سوله ییز لېږدېد پر اړتیا ټینګار وکاوه او په عین حال کې یې د افغانستان له حکومت څخه وغوښتل چې د بلخ له پخواني والي سره خبرې وکړي.

ارګ د دې خبر د خپرېدو تر شېبې پورې د مایک پینس او ولسمشر غني د ټېلفوني خبرو په اړه څه نه دي ویلي.

خو تر دې مخکې نن /سې شنبه/ د بلخ لپاره نوی ټاکل شوی والي انجنیر محمد داوود مزارشریف ښار ته لاړ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *