تاند – د امریکا د متحده ایالاتو د پوځ مرکزي قوماندانۍ د افغانستان لپاره په پښتو ژبه یو خبري وېب سایټ او د فیسبوک پاڼه جوړ کړل.

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ پښتو وېب سایټ چې یو نسبتا پېچلی او غیرمعمولي ادرس /http://afghanistan.asia-news.com/ps/ لري د Salaam Times په نامه د پښتو خپرونو لپاره یوه فیسبوک پاڼه هم په لیکه کړې ده.

مرکزي قوماندانۍ د ډیورنډ له کرښې د پورې غاړې پښتنو لپاره د Pakistan Forward په نامه پښتو فیسبوک پاڼه او د هغه اړوند وېب سایټ جوړ کړي دي. همدارنګه د وېب سایټ له لېنکونو څخه څرګندېږي چې مرکزي قومانداني د پاکستان لپاره په انګلېسي او اردو ژبو هم خپرونې کوي.

که څه هم چې په دغو خبري وېب سایټونو او فیسبوک پاڼو کې تقریبا هره ورځ تازه خبرونه او خبري مطالب خپرېږي خو د وېب سایټ له بڼې څرګندېږي چې نه د مرکزي قوماندانۍ د اصلي انګلېسي نسخې centcom.mil په څېر منظم وېب سایټونه دي او نه هم د معیاري پښتو وېب سایټونو بڼه لري خو دا لا معلومه نه ده چې ایا دا یې امتحاني خپرونې دي که وروسته به په کې تغیر راشي.02

د افغانستان لپاره د امریکا د مرکزي قوماندانۍ له پښتو خپرونو څخه داسې ښکاري چې په افغانستان کې دننه خپل ځانګړي خبریالان نه لري، البته ځینې وختونه د یوه خبریال نوم ذکر کوي، او تر ډېره د سټاف له ادرس نه خبرونه او راپورونه خپروي چې په اکثرو خبرونو او خبري مطالبو کې پرطلوع تلوېزیون، خامه پرېس/ چې په افغانستان کې د اکثریت پښتنو پر ضد په ژبني تعصب مشهور دي/ افغانستان ټایمز، او پژواک خبري اژانس متکي دي. له بد نه بدتره یې لا دا ده چې د افغانستان په شمالي سیمو کې د ځینې پېښو په هکله د منځنۍ اسیا د خبریالانو راپورونه وړاندې کوي. دا په داسې حال کې ده چې د پښتونخوا لپاره په خپرېدونکیو خبرونو او راپورونو کې د پاکستان د اردو او انګلیسي ژبو د خپرونو په پلوۍ د بېلابېلو ښارونو له اړوندو راپورونو سره د هلته مېشتو خبریالانو نومونه ذکر کېږي.

که څه هم چې د مرکزي قوماندانۍ د اړوندو خبري وېب سایټونو د «زمونږ په هکله» برخه کې ذکر شوي چې دا د امریکا د مرکزي قوماندانۍ اړوندې خپرونې دي او هدف یې په سیمه کې ثبات ته وده ورکول او د ترهګرۍ مخنیوی دی خو د پاکستان فارورډ له ګڼ شمېر خبري مطالبو څخه ښکاري چې په پاکستان کې مېشت خبریالان له دغه فرصت نه هم ګټه پورته کوي او د پاکستان د پوځ ملاتړ او د لوستونکو په زړونو کې د هغوی لپاره د ځای پیدا کولو هڅه کوي، په داسې حال کې چې د پوځي او سیاسي چارو ګڼ شمېر سیمه ییز او نړیوال تحلیلګران په دې نظر دي چې د پاکستان پوځ او استخباراتي ادارې له نړۍ او په ځانګړې توګه له امریکا سره د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې د بیلیونونو ډالرو له ترلاسه کولو سره سره داسې دوه مخې لوبه کوي چې غله ته وایي غلا وکړه او کوروالا ته وایي پام کوه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *