ملي ګټې د هغو هدفونو او ستراتیژیو تعقیبول دي د یو هیواد د خاورې، وګړو او دولت د بقا ساتنه وکړي او له ضرر او نابودۍ څخه یې وساتي. په افغان رسنیو کې مبصرین دا کلونه کلونه شکایت کوي چې ګویا زموږ ملي ګټې ندي تعریف شوې. ما د امریکا د ملي ګټو یو لنډیز د امریکا د ملي ګټو د کمیسیون له یوه تحقیقي رپورټ څخه وژباړه چې زموږ خلک او په ځانګړي ډول د رسنیو مبصرین پوه شي چې د امریکا ملي ګټې کوم اړخونه رانغاړي. مبصرین کولی شي د هغو په رڼا کې د افغانستان ملي ګټې هم وپیژني. البته د عامو لوستونکو لپاره هم پر داسې موضوعاتو پوهیدل ضروري دي.

د امريکا ملي ګټې

  1. د امریکا حیاتي ملي ګټې(Vital National Interests of the United States)
  • د امریکا پر متحده ایالاتو یا په بهر کې د هغې پر پوځي اډو د هستوي، بیولوژیکي او کیمیاوي وسلو د برید مخنیوی، بندول او کمول
  • د امریکا متحده ایالاتو د متحدینو د بقا او له امریکا سره د دوی د داسې همکارۍ ډاډمنول چې یو نړیوال سیستم رامنځ ته کړي چې دوی (امریکا او متحدین یې) پکې بریالي او نیکمرغه وي.
  • د امریکا متحده ایالاتو په پولو کې د مخالف ستر ځواک او یا یو ناکام دولت د رامنځ ته کیدو مخنیوی.
  • د نړیوال لوی سیستم د کفایت او ثبات ډاډمنول (سوداګري، مالي مارکیټ، د انرژي تدارکات او چاپیریال).
  • د امریکا د ملي ګټو سره په سمون کې له هغو ملتونو سره د پر ثمره اړیکو ټینګول چې د امریکا ستراتیژیک مخالفین دي. (روسیه، چین).
  1. د امریکا ډیرې مهمې ملي ګټې(Very Important National Interests of the United States)
  • په هر ځای کې د هستوي، بیولوژیکي او کیمیاوي وسلو د برید مخنیوی، بندول او کمول.
  • د ډله ایزې وژنې وسلو او د هغوی د کارونې د سیستم د سیمه ایز خپراوي مخنیوی.
  • د نړیوال قانون د منلو حمایه او له سوله ییزو لارو د لانجو د حل پلوي.
  • په مهمو سیمو خصوصا فارس خلیج کې د یو پراختیا غوښتونکي قوت د راپیدا کیدو مخنیوی.
  • د امریکا د متحدینو د ښه والي حمایه او له بهرني زور ریاتي څخه د دوی ساتل.
  • د لویدیځې نیم کرې د دموکراسۍ، نیکمرغۍ او ثبات حمایه
  • که په یوه مناسبه بیه ممکن وي، په مهمو جغرافیوي سیمو کې د لانجو اداره، او د مهمو لانجو پای ته رسول.
  • په مهمو نظامي تکنولوژیو خصوصا معلوماتي سیستم کې د رهبرۍ ساتل.
  • د امریکا د سرحدونو په اوږدو کې د نا کنټروله او کتلوي مهاجرتونو مخنیوی.
  • د تروریزم (خصوصا دولتي تروریزم)، د هیوادونو تر پولو غځیدونکو جرمونو او مخدراتو د انتقال مخنیوی او ځپل.
  • د عامه وژنو مخنیوی.
  1. د امریکا مهمې ملي ګټې(Important National Interests of the United States)
  • په بهرنیو هیوادونو کې د بشري حقوقو د کتلوي سرغړونو مخنیوی.
  • په ستراتیژیکي ډول مهمو ملتونو کې د څو ګوندیتوب، خپلواکۍ او دموکراسي حمایه تر هغه بریده چې د بې ثباتۍسبب نشي.
  • په کمترو مهمو جغرافیوي سیمو کې د لانجو وقایه او د ارزانو لارو په صورت کې پای ته رسول.
  • د هغو امریکایي اتباعو د ژوند او ښه والي ساتنه چې د ترهګرو ګروپونو له خوا نښه شوي یا یرغمل شوي دي.
  • د نیستمنو او شتمنو ملتونو تر منځ د اقتصادي توپیر راکمول.
  • په بهر کې د امریکا د پانګو د ملي کولو مخنیوی
  • د ستراتیژیکو صناعتي سکتورونو د کورنیو تولیداتو لوړول.

 

  1. د امریکا کمتر مهمې یا دویمي ملي ګټې(Less important National Interests of the United States)
  • د دوه اړخیز تجارت د زیان/ کمښت توازن.
  • په هر ځای کې د دموکراسۍ غځول .
  • هر چیرته د مستقلو هیوادونو د ځمکنۍ بشپړتیا ساتنه، په خاص ډول په مهمو سیاسي سیمو کې.
  • د ځانګړې اقتصادي سکتور د صدور تقویه.

د تفصیل لپاره پوره رپوټ په دې کرښه ولولئ: http://belfercenter.ksg.harvard.edu/publication/2058/americas_national_interests.html

د نظامي چارو یو کارپوه راته وویل چې امریکا غواړي خپلې حیاتي او تر ټولو مهمې ملي ګټې په هر قیمت تر لاسه کړي او ویې ساتي. د خپلو دغو ملي ګټو د ساتلو او تقویه کولو لپاره لاندې ستراتیژۍ کاروي:

  • دپلوماسي
  • بشري مرستې
  • استخبارات
  • اقتصادي فشارونه
  • نظامي یرغل

موږ ترې څه زده کولی شو:

اول : د بل هر ملت په شان امریکا ته خپلې ملي ګټې مهمې دي، د نورو له غمه مړه نده. د خپلو ملي ګټو د عملي کولو لپاره که په معمولو او مروجو انساني لارو (دپلوماسۍ او بشري مرستو) ونه شوه نو زر، دسیسه، او زور (استخباراتي لوبې، اقتصادي فشارونه او نظامي یرغل) هم کاروي. له هیڅ شي مخ نه اړوي او له چا، نه ویره لري، نه شرم.

دوهم : چې امریکا پخپل څنګ کې نه قوي نظام غواړي او نه ناکام. په مهمو سیمو لکه منځني ختیځ، (او ممکن مصر، بالقان او افغانستان) کې هیڅکله قوي نظام نه غواړي، ځکه دوی غواړي چې نړیواله مشري یې دوام وکړي. دموکراسي غربي نیم کرې ته غواړي او که کوم غریب ملک ته یې غواړي نو په کمتر مهمو ګټو کې یې شامله ده یعنې نده شامله.

دریم : موږ کولی شو د همدې لست په رڼا کې خپلې ملي ګټې تعریف کړو. که د امریکا د ملي ګټو دا لست وکتل شي، افغانان هم ځانته دغسې یو لست جوړولی شي. مهمې برخې پکې امنیت، قدرت، حاکمیت، رفاه او انکشاف پکې راتلی شي. البته د ملي ګټو د تعریف ځینې اړخونه باید د ملي رازونو په توګه یوازې د ملي امنیت د لوړپوړو مشرانو سره خوندي او مطبوعاتي نه وي.

څلورم : موږ څنګه کولی شوی د امریکا یا د افغانستان پر سرنوشت د نورو موثرو ملکونو له ملي ګټو سره داسې خپلې ملي ګټې عیارې کړو چې لدې جګړو او تباهیو بچ شو. که یو لوی او پیاوړی افغانستان اوس نشو جوړولی نو پدې وخت کې خو لږ تر لږه دا راپاتې جغرافیه با ثباته کړو.

راتلونکي کې د نړۍ او سیمې د قوتونو په توازن کې بدلونونه راتلی شي او له هغو څخه په استفاده سره افغانستان خپلو روا حقونه لاس ته راوړی شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *