تاند، یکشنبه، د جدي ۲۹مه: کابل ته د جان باس پر ځای نوی راغلی امریکايي سفیر راس ویلسن وايي، سوله او ټاکنې یې لومړیتوب دی.

نوموړي کابل ته له رارسیدو سره سم رسنیو ته ویلي، په یو حساس تاریخي پړاو کې افغانستان ته را استول شوی او په دې اړه هیجاني دي، خو په وینا یې د کار لومړیتوب یې ټاکنې او سوله ده.

راس ویلسن په خپل ټویټر هم لیکلي چې که سوله وي او که ټاکنې هیواد یې د افغانانو له ویاړلي انتخاب څخه ملاتړ کوي.

راس ویلسن له ۲۰۰۰ څخه تر ۲۰۰۳ پورې په اذربایجان، له ۲۰۰۵ نه تر ۲۰۰۸ پورې په ترکیه او له ۲۰۱۸ نه تر ۲۰۱۹ پورې په ګورجستان کې د امریکا سفیر و.

تر ده مخکې جان باس په افغانستان کې د امریکا سفیر و. باس هم د افغانستان له انتخاباتو سره زیاته دلچیپي لرله او ویل کېږي چې تر ډېره لېوال و چې اجراییه رييس عبدالله عبدالله انتخابات وګټي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *