تاند- پنځه امریکايی پوځیان نن د افغانستان په جنوب کې د امریکا د هوايي ځواک په بمبارۍ کې ووژل شول.
ویل شوي چې امریکايي پوځیانو غوښتل چې د افغانستان د راتلونکې شنبې د ولسمشرۍ د انتخاباتو لپاره د امنیت د خوندي کولو لپاره سیمه له وسله والو طالبانو پاکه کړي چې سهواً یې د طالبانو پر ځای خپل عسکر بمباري کړل.
د امریکا د پوځ چارواکو وویل چې په زابل ولایت کې یې د دې پېښې په اړه څېړنه پیل کړې ده.
د پنځو امریکايي پوځیانو د وژلو خبر د امریکا په مشرۍ نړیوال ايتلافي ځواک اعلان کړ.
له بلې خوا وسله والو طالبانو ادعا کړې چې پرون یې په هلمند ولایت کې ۱۳ بهرني پوځیان وژلي دي.
قاري یوسف احمدي ویلي چې ګڼ نور امریکايي پوځیان په هلمند کې له وسله والو طالبانو سره په جګړو کې ژوبل شوي دي.
قاري یوسف احمدي ادعا کوي چې په زابل او هلمند دواړو کې له پرون راهیسي ۱۷ امریکايي پوځیان وژل شوي دي.
دا په داسی حال کې ده چې د آی کژولټي د راپور پر اساس په روان ۲۰۱۴ میلادي کال کې ټولټال ۳۵ بهرني پوځیان په افغانستان کې وژل شوي دي.