تاند- د امریکا منتخب ولسمشر دونالد ټرمپ تېره شپه د د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني ته ټېلفون وکړ او پر دوه اړخیزو اړیکو یې خبرې وکړې.

د ټرمپ د واک لېږد ټیم په یوه خبرپاڼه کې ویلي«دواړو خواوو د تروریزم د جدي تهدید په اړه، چې دواړه هیوادونه ورسره مخامخ دي، خبرې وکړې او ژمنه یې وکړه چې له دغو ګواښونو سره د مبارزې لپاره به په ګډه کار وکړي.»

ټرمپ پرون دغه راز د سینګاپور له صدراعظم سره خبرې وکړې.

له ده سره تر دې وړاندې د پاکستان صدراعظم نوازشریف خبرې کړې وې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *