ټرمپ

تاند- د امریکا ولسمشر دونالډ ترمپ ژمنه وکړه چې د متحدو ایالتونو په دفاعي بودجه کې به تاریخي زیاتوالی راوړي.

ښاغلي ټرمپ وویل، داسي بودجه به وړاندیز کړي چې د دفاعي لګښتونو له لارې به خنډونه لېري کړي خو په نورو برخو کې به پیسې وسپموي.

دا په داسي حال کې ده چې پخواني ولسمشر بارک اوباما د دفاع وزارت بودجه ډېره کمه کړه او دې کار حتي په افغانستان کې د امریکا پر جګړه اغېز وکړ.

ټرمپ د امریکا له ګورنرانو یا والیانو سره په کتنه کې وویل، په پام کې لري چې داسي دفاعي بودجه وړاندې کړي چې د پوځ ټولو اړتیاوو ته ځواب ویلی شي.

ده همداراز وویل چې د امریکا د بیېخ بنا (انفرسترکچر) په اړه به خپل پلانونه د سې شنبې په ورځ کانګریس ته په وینا کې تشریح کړي.

ده وویل«موږ غواړو چې په بېخ بنا ډېرې پیسې ولګوو.»

امریکايي رسنۍ وايي، ښاغلی ترمپ به دفاعي بودجه ۵۴ ملیارد ډالره زیاته کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *