تاند- د امریکا د دفاع پخواني وزیر دونالډ رامسفلډ ولسمشر بارک اوباما په دې وغانده چې د افغانستان له ولسمشر حامد کرزي سره د بریالیو خبرو په کولو کې پاتې راغلی دی.

رامسفلډ، چې د جورج ډبلیو بوش د حکومت په لومړدۍ دوره کې د پنتاګون مشر و، او د دفاع وزارت په موده کې یې امریکايي پوځیانو په افغانستان کې د طالبانو رژیم وپرزاوه، له فکس نیوز خبري چاینل سره په خبرو کې یادونه وکړه چې د کرزي د ملاتړ او له هغه سره د خبرو پر ځای د مرستیال ولسمشر جوبایډن او د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیرې هیلري کلینټن په شمول د اوباما ادارې د کرزي د لېري کولو هڅه وکړه.

کرزي په وروستیو کې له امریکا سره د مخالفت د څرګندولو لپاره له روسیې سره د کریمیا د یوځای کېدا ملاتړ وکړ.

رامسفلډ، چې د دفاع وزارت په موده کې په دې مشهور و چې ډېرې خبرې یې بې مفهومه او یا مبهمې دي، د کریمیا په اړه د کرزي دریځ ته په اشارې وویل:«فکر کوم دا د درک وړ ده، دا په تېرو کلونو کې د افغانستان په وړاندې د امریکا د متحدو ایالتونو د ناوړه، ناوړه دیپلوماسۍ نتیجه ده.»

ده وویل چې د بوش حکومت له کرزي سره په لویه کچه اړیکې پاللې خو له کله چې د اوباما ټیم واک ته رسېدلی دی، اړیکې خرابې شوي دي.

رامسفلډ په دې هم د اوباما اداره وغندله چې ونه توانېده له کرزي سره امنیتي موافقه لاسلیک کړي چې په نتیجه کې یې له ۲۰۱۴ وروسته په افغانستان کې امریکايي پوخیان پاتې کېدای شي.

One thought on “د امریکا پخواني دفاع وزیر اوباما له افغانستان سره په امنیتي موافقه کې په پاتې راتلو وغانده”
  1. It is not up to Mr. Bush or Mr. Obama Administrations, it all started when Karzai took bags of dollars from Iran. The Obama government and the American People just wanted to know where the American taxpayers Dollars are spent on. With all that money given to the Government of Warlords, during the last 13 years, the government is not capable to protect its citizen in the Capital city of Kabul what about the rest of the country, and they always blame others for its own deficiencies’.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *