تاند- د امریکا پخوانی سوله پال ولسمشر جیمي کارتر، چې عمر یې نوی کلونو ته رسېدلی، په سرطان ناروغي اخته شوی دی.

حیمي کارتر ته ډاکترانو ویلي چې د ځیګر سرطان یې د بدن نورو غړیو ته خپور شوی دی. په داسي حالت کې د سرطان د ناروغۍ تداوي ګرانه وي.

په وروستیو ورځو کې کارتر په روغتون کې د ینې جراحي عملیات وکړل.

کارتر د سړې جګړې په دوران کې د امریکا تر ټولو سوله غوښتونکی او د بشري حقونو ملاتړی ولسمشر و. ځیني وايي چې د کارتر له زیاتې سوله غوښتنې او نرمنښته په استفادې روسانو پر افغانستان د یرغل جرات وکړ.

د کارتر له لوري په یوه خپره شوې خبرپانه کې ویل شوي چې په جورجیا ایالت کې به د سرطان د ناروغۍ درملنې ته دوام ورکړي.

د کارتر دوې خویندې، یو ورور او پلار هم د سرطان په ناروغۍ مړه شوي دي.

سرطان تر ډېره ارثي ناروغي ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *