تاند – د امریکا د پخواني جمهور رییس رونالډ رېګن مېرمن نانسي رېګن په کلیفورنیا کې په خپل کور کې نن سا ورکړه.
د بي بي سي نړیوال سروېس د رېګن کتابتون له قوله لیکي چې، مېرمن رېګن چې د لاس انجلس په بیل ایر سیمه کې اوسېدله د زړه د ناکامۍ له امله مړه شوه.
ویل کیږي چې مېرمن رېګن د ۱۹۸۱ – ۸۹ کلونو په بهیر کې د امریکا د تاریخ یوه ډېره با نفوذه مېرمن ګڼل کېدله او په امریکایانو کې یې محبوبیت درلود.
رېګن کتابتون په یوه بیانیه کې ویلي دي چې، نوموړې به د هغې د مېړه تر څنګ چې پخوا د کلیفورنیا په سیمی ویلي سیمه کې د رونالډ رېګن د جمهوري ریاست د کتابتون په نامه ودانۍ کې ښخ شوی دی، ښخه شي.
ویل کیږي چې، د نانسي رېګن مېړه رونالډ رېګن د ۱۹۸۱ – ۱۹۸۹مو کلونو تر منځ موده کې په افغانستان کې د شوروي اتحاد پر وړاندې د مجاهدینو د ګروپونو مالي او تسلیحاتي ملاتړ کاوه چې د دغه ملاتړ په نتیجه کې یې د وخت شوروي اتحاد راوپرځاوه او د امریکا هدف پوره شو، خو افغانستان د جګړې د ټپي عسکر په څېر کلونه کلونه په ډاګ میدان پاتې کړای شو.