د امریکا دفاع وزیر جنرال ماتیس د سنا جرګې د فاعي کمېټې ته ځوابونه وايي

تاند- امریکايي سناتورانو نن /سې شنبه/ د پینتاګون پر مشرانو په دې خاطر توندې نیوکې وکړې چې د افغانستان د ۱۶ کلنې جګړې لپاره یې نوې ستراتیژي لا بشپړه کړې نه ده.

د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې، سناتورانو په داسي وخت کې پر دفاع وزارت یا پینتاګون شدید انتقادونه وکړل چې دفاع وزیر جېمز ماتیس ومنله چې حاضردمه د دښمن په وړاندې په جګړه کې بریالي نه دي.

د اریزونا ایالت جمهوریپال سناتور جان مکین غوښتنه وکړه چې ماتیس دې همدا اوس پلان جوړ کړي. ده خبرداری ورکړ چې که ستراتیژي نه لري له دوی څخه دې ستراتیژي وغواړي.

مکین همداراز وویل چې توقع یې لرله چې د نوي حکومت له جوړېدو وروسته به په یوه میاشت یا دوو میاشتو کې پلان بشپړ شي.

ده وویل«موږ ستراتیژي غواړو.»

ماتیس په ځواب کې د سنا جرګې دفاعي کمېټې ته وویل، د جولای په نیمايي کې به د جګړې لپاره د نوې ستراتیژۍ جزییات وړاندې کړي.

«موږ یې اوس په ګډه جوړوو او د دې لپاره چې یقینی شي چې موږ د ځنډ په خاطر تاوان نه کوو، اقدامات شوي دي. خو له دې سره سره چټکتیا ته اړتیا منو او ستاسو انتقاد په ځای دی.»

ده ونه ویل چې څه ډول اقدامات شوي دي.

خو کله چې له ماتیس څخه بیا هم د پلان په اړه معلومات وغوښتل شول، ده وویل چې د حکومت لویې ستراتیژۍ ژر نه بشپړېږي، د ناټو د نورو غړیو د ګډون لپاره هم هڅې کېږي څو ټول لګښت د امریکايي مالیه ورکوونکو په غاړه نه وي.

ده همداراز وویل« حاضردمه د افغانستان په جګړه کې بریالي نه یوو. خو موږ به دا ستونزه ژر تر ژره حل کړو .»

یو کال وروسته به د افغانستان حالات څرنګه وي؟

دا پوښتنه د امریکا د سنا جرګې د دفاعي کمېټې غړیو له جنرال جېمز ماتیس څخه وکړه، ده په ځواب کې وویل، د جګړې شدت به لږ شوی وي، په افغان حکومت کې به د فساد اندازه ټیټه وي او طالبان به شا ته تمبول شوي وي، طالبان به د جګړې په میدان کې د حرکت لږ ازادي لري.

امریکا په افغانستان کې ۸۴۰۰ پوځیان لري چې اکثره یې د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې افغان ځواکونه روزي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *