تاند- داسي ښکاري چې د امریکا په نوي حکومت کې به د ایران د حکومت مخالفې څېرې ډېرې او پیاوړې وي.

اټکل کېږي چې منتخب ولسمشر دونالد ټرمپ به متقاعد جنرال مایکل فلین (Michael Flynn) د ملي امنیت سلاکار غوره کړي.

نوموړی پر ایران بدګومانه دی او باور لري چې ایران د امریکا پر ضد له القاعده سره لاس یوکړی دی.

فیلن له اوباما سره د ایران پر سر د اختلاف له کبله د سي آی اې له مشرۍ استعفا وکړه.

ښاغلي فلین د ایران خلاف خپلې لیدتوګې په خپل یوه کتاب کې هم څرګندې کړي او ویلي یې دي چې په ۱۹۹۸ م کال د کینیا او تانزانیا په افریقايي هیوادونو کې د امریکا پر سفارتونو تروریستي حملې، چې د القاعده په نوم ثبت شوې، تر ډېره د ایران له لوري تنظیم شوې وې.

فلین ایران خطرناک دښمن ګڼي او وايي چې له ۴۰ کلونو راهیسي له امریکا او د دغه هیواد له متحدانو سره جنګېږي.

همداراز د سي آی اې د ریاست لپاره د ښاغلي ټرمپ کاندید مایک پومپیو (Mike Pompeo) له ایران سره د اتومي موافقې سخت مخالف دی.

ده په وروستیو ورځو کې له ایران سره د اتومي موافقې د لغوه کېدو په اړه په ټویټر کې ولیکل«دې ته منتظر دی چې په نړۍ کې د تروریزم تر ټولو له لوی ملاتړکوونکي حکومت سره دا تراژیکه موافقه پای ته ورسېږي.»

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *