تاند- په داسې حال کې چې د امریکا د ولسمشر ډانلډ ترمپ له لوري د افغانستان او سیمې لپاره د متحدو ایالتونو د نوې ستراتیژۍ اعلان ته څو ساعتونه لا پاتې دي، امریکايي رسنیو د دې ستراتیژۍ ځینې ټکې، چې احتمالاً ښاغلی ټرمپ به یې نن اعلان کړي، خپاره کړې دي.

دا ستراتیژي چې له نژدې ۷ میاشتې انتظار او د کمپ ډیویډ د روانې اوونۍ د اوږده بحث په شمول له ډېرو سلامشورو وروسته چمتو شوې، د نورو ځواکونو د لېږلو، پر پاکستان د فشار او د افغان هوايي ځواک پر بیاوړتیا تاکید لري.

تاند ته د امریکايي رسنیو (چاپي او الیکترونیکي) په خپرو شویو راپورونو کې د ښاغلي ټرمپ په نوې احتمالي ستراتیژۍ کې دا ټکي د پام وړ ښکاره شوي دي:

په دې ستراتیژۍ کې د افغان هوايي ځواک پر چټک تجهیز ټینګار شوی او ویل شوي چې افغان هوايي ځواک ته دې سپکې جنګي الوتکې او پوځي هیلي کوپترونه ورکړای شي. او دا کار دې ژر تر ژره وشي.

د افغان او امریکايي جنرالانو ترمنځ دې نژدې همکاري رامنځته شي چې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د جګړې د کنټرول او ادارې لپاره ګډه قومانده (قومانداني)جوړه شي.

د ولسمشر ټرمپ په دې نوې ستراتیژۍ کې، چې ټاکل شوې ژر اعلان شي، دغه راز احتمالاً افغانستان ته د ۴۵۰۰ نورو امریکايي سرتېرو لېږل شامل دي. دا ځواکونه به د افغانستان د ملي اردو په اډو کې ځای پر ځای شي او دا اډې به په ولایتونو کې د جګړې د کنټرول مسوولیت په غاړه لري.

په ستراتیژۍ کې د پام بل ټکی احتمالاً دا دی چې باید پر هغو هیوادونو سخت فشار راوړل شي چې د تروریستي ډلو او وسله والو مخالفانو په یو نه یو ډول ملاتړ کوي.

دا هغه ټکی دی چې د افغانستان حکومت یې په کلکه غوښتنه کوي او وايي تر څو چې د جګړې بهرني عنصر ته پام نه وي شوی، جګړه پای نه لري.

تراوسه هیڅ امریکايي چارواکي رسماً د نوې ستراتیژۍ په اړه څه نه دي ویلي او رسنیو ته یې ویلي چې په دې باب تر هغو څه نه وايي چې ولسمشر ټرمپ نن دا ستراتیژي پخپله اعلان کړي.

2 thoughts on “د امریکا په نوې ستراتیژۍ کې (د افغان هوايي ځواک ملاتړ، د پوځیانو لېږل او د ترهګرو پر ملاتړو فشار) شامل دي”
  1. امریکا په افغانستان کی د جنګ د اوږدلو ستراتیژی اعلان کړی ، اصل باید امریکی د طالبانو دا شرط چه امریکایی قوی د ووځی او د سولی لپاره یی اصلی خنډ پیدا کړی ، امریکا که رښتیا هم صادقه وای ،کولای شی چه په مشروط ډول خپل وتل اعلان کړی ، له افغانستان څخه خپلی قوی په سیمو کی نزدی اډو ته انتقال کړی ،د سولی د پاره تری کلک تضمین واخلی ، که په هغه صورت کی بیا هم طالبانو سوله ونوی کړی ،بیرته راتلو ته خو هسی هم کومه اجازه او یا مانع نه ورته نشته او که داشی خو نه په اول کی ضرورت درلود او نه به به اینده کی ددوی به موجوده نړیوالو اخلاقو او پالیسیو کی کوم ضرورت ولری

  2. خدای وکړي چی هغه څه واړاندیزونه وکړي چی زموږ د ملت درد دواع وي خو د هغه د اقتصادي سکټور کې هیڅ نه دي ویلي بس ورته انتظار یو چی یو ښه زیرئ ولري ده سور برګئ د وسلوالو ‌‌‌‌‌‌ډلو مخالف دې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *