تاند- د امریکا د ټینیسې ایالت په چاتانوګه (Chattanooga) ښار کې /پنجشنبه/ د پوځ پر دوو اړوندو تاسیساتو په حمله کې د دوو وسله والو په شمول ۵ تنه ووژل شول.
د ټینیسې د ختیځې برخې څارنوال بیل کیلیان وویل:«موږ دا یو کورنی تروریستي عمل ګڼو.»
د ښار ښاروال په ټویټر کې لیکلي:«زموږ په ښار کې وحشتناکه پېښه شوې، ټولو ته دې خیر وي.»
یوه امریکايي چارواکي اسوشیتید پریس خبري اژانس ته د خپل نوم د نه څرګندېدو په شرط وویل، په دې پېښه کې د امریکا څلور سمندري پوځیان وژل شوي دي.
په ډزو کې یو پولیس ټپي شوی دی.
د امریکا سمندري ځواک په ټویټر کې ویلي چې ډزې د سمندري ځواک د جلب و جذب په ودانۍ کې شوي دي.
بله حمله له لومړنۍ ۱۱ کیلومتره لېري شوې ده.
امریکايي رسنیو تراوسه پوري نه دي ویلي چې حمله کوونکي څوک دي.
چاتانوګه د ټینیسې ایالت څلورم لوی ښار دی.