د امریکا د ولسمشرۍ انتخابات ۲۰۱۶

د جمهوري غوښتونکي ګوند په مقدماتي ګوند منځي انتخاباتو کې ډونالد ترمپ د امریکا په درو ایالتونو کې له دې سره سره بریالی شو چې ځینو جمهوریت غوښتونکو د ده خلاف هلې ځلې پیل کړي دي.

ترمپ، چې اوس د جمهوري غوښتونکو په منځ کې تر ټولو مخکښ دی، د سې شنبې په ورځ په میشګان، میسي سي پي او هاوايي کې بریالی شو.

په خپل ګوند کې د ده اصلي سیال تید کروز په ایداهو کې ګټلې ده.

د جمهوري غوښتونکي ګوند دوه نور کاندیدان سناتور مارکو روبیو او د اوهایو والي جان کیسیک په سیالیو کې شاته پاتې شوي دي.

له بلې خوا د امریکا د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیره هیلري کلنټن په خپل ګوند کې په میسي سي پي ایالت کې بریالۍ شوې خو د توقع خلاف په میشګان ایالت کې یې پر خپل ګوندي سیال سناتور بیرني سندرز بایللې ده.

سندرز په یوه اعلامیه کې په میشګان ایالت کې د خلکو د ملاتړ مننه وکړه.

مېرمن کلنټن تراوسه پوري د ۲۲ ایالتونو له منځه په ۱۳ هغو کې بریالۍ شوې او د امریکا د ولسمشرۍ د انتخاباتو لپاره د دیموکرات ګوند له ۲۳۸۲ لازمو ګوندي استازو څخه یې تر نیمايي زیاتې ګټلې دي.

دې په اوهایو کې رای ورکوونکو ته وویل:

«زه خوشاله یم چې له تاسو ټوله سره دلته یم او دا موقع لرم چې د کمپاین او دې حقیقت په اړه خبرې وکړم چې دا به یوه مصروفه اوونۍ په اوهایو کې وي.»

ترمپ له وروستي بري وروسته په یوه وینا کې وویل چې ده جمهوري غوښتونکي ګوند ته نوي رای ورکوونکي وراړولي دي.

د ترمپ په وینا ځیني شخصیتونه په دغه ګوند کې، چې د ده د کمپاین مقابلې ته درېږي، باید د دیموکراتانو پر ماتې تمرکز وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *