تاند- د امریکا په یوه پوهنتون کې استاد غوښتل چې د خپل لیکچر چارټ پر سکرین وښيي خو ناببره د ده په لپ ټاپ کې ثبت شوې لوڅه ویدیو(پورن) خپره شوه.
د نیویارک پوسټ د راپور له مخې، په داسې حال کې چې محصلان او محصلانې د استاد د لیکچر چارت ته منتظر ول که ګوري بله معامله روانه ده.
استاد وارخطا شو،لاس و پښې ترې ورک شول، هڅه یې وکړه چې ژر تر ژره ویدیو بنده کړي خو له ۲۰ ثانیو وروسته بریالی شو چې هغه بنده کړي او د خجالت پېټي ته غاړه ټیټه کړي.
ولی خجالت؟
مګر امریکا د پورنو زانګو نده؟