تاند- رویټرز خبري اژانس وايي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني ته ویلي چې د امریکا پوځي او ملکي چارواکي نور د افغانستان د ملي امنیت له سلاکار حمدالله محب سره کار نه کوي.
دا اژانس وايي چې د امریکا د بهرنیو چارو مرستیال وزیر ډیوید هېل د افغانستان ولسمشر ته ټېلفون کړی او هغه ته یې ویلي چې امریکا نور په واشنګټن کې د ښاغلي محب هرکلی نه کوي او د امریکا پوځي او ملکي چارواکي ورسره کار نه کوي.
په همدې حال کې د بادغیس والي ویلي چې په وروستیو ورځو کې د دې ولایت په بالامرغاب ولسوالي کې د طالبانو د حملو په لړ کې امریکايي ځواکونو د افغان ځواکونو له هوايي ملاتړه ډډه کړې ده.
محب د امریکا په وروستي سفر کې زلمی خلیلزاد د بریتانیا د استعمار په دوره کې د ��ند په براعظمګي کې د بریتانیا د سلطنت له نایب یا وایسرای سره پرتله کړی و او تور یې لګولی و چې خلیلزاد د ځان د واک ته رسولو لټه کوي.
رویټرز خبري اژانس د امریکايي چارواکو په قول ویلي چې له محب سره د امریکا د اړیکو پرېکون د کابل او واشنګټن ترمنځ کړکېچ زیاتوي.
داسې ښکاري چې د افغانستان ولسمشر له یوې سختې ننګونې سره مخامخ شوی دی. یا باید محب له کاره څنګ ته کړي او یا د پخواني ولسمشر حامد کرزي په شان له امریکا سره اړیکې ترینګلې کړي.
په همدې حال کې داسې ادعاوې هم کېږي چې امریکا له طالبانو سره جوړجاړي ته رسېدلې او د محب څرګدونو پلمه په لاس ورکړه چې د افغانستان د حکومت له ملاتړه لاس واخلي.
افسوس افسوس د افغانانو په سیاسي شعور دالر هم راڅخه اخله او پیغرونه هم راکوه او تحقیرونه هم راته کوه نو دا خو هیڅوک منلی نشي خو زه ګمان کوم چې حمدالله دوهم افغاني متفکر دی !!
د ښاغلی محيب خبره ډیره غټه خبره نه وه خو امریکایانو تری غټه خبره جوړه کړه۰
بیا هغه امریکا چه وایی مونږ په نړی کی تر ټولو ښه د بیان ازادی لرو.
خبره بله ده خو په محیب ورواښته.