تاند- د امریکا پوځ وايي، شاوخوا ۸۰۰ هوايي ځواکونه به په سږني دوبي کې افغانستان ته واستوي.
د امریکا پوځ د سې شنبې په ورځ /جولای ۲۶/ وویل، د فورټ ریلي د لوا له دغو سرتېرو سره به بلک هاواک، چینوک او اپاچي هیلي کوپترونه د افغان امنیتي ځواکونو د ملاتړ لپاره ولېږل شي.
د دغه ځواک ویندوی ډګرمن مک کولوم وویل، دا پوځیان به د جګړې له میدانه د ټپیانو د وړلو او لوژیستیک په برخو کې د افغان ځواکونو مرسته کوي. ده په دې باب له څه ویلو ډډه وکړه چې ایا دا ځواکونه به د افغان ځواکونو په ننګه هوايي عملیات یا بمباري هم کوي او که نه.
د ده په وینا دا پوځیان د دې عملیاتو لپاره له اوږدې مودې راهیسي روزل کېږي او اوس دې ته چمتو شوي چې افغانستان ته ولېږل شي.
د امریکا ولسمشر سږ کال له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د وتلو بهیر ورو کړ او اجازه یې ورکړه چې په عملیاتو کې د افغان ځواکونو ملاتړ وکړي.