تاند- په افغانستان کې د غوڅ ماموریت امریکايی قومندان جنرال جان ایف کېمبل په کندوز کې د بې سرحده ډاکترانو پر روغتون حمله تېروتنه وبلله، ویې ویل چې دا برید سهواً او تصادفاً شوی دی.

تر دې مخکې امریکايي قومندان او نورو چارواکو تاکید کاوه چې د دوی ځواکونو پر ترهګرو یبرید کړی او پر روغتون د حملې په اړه معلومات نه لري.

جنرال کېمبل نن /سې شنبه/ دا هم ومنله وویل، په کندوز کې د بې سرحده ډاکترانو پر روغتون حمله امریکايي پوځیانو کړې ده.

ده، چې په پینتاګون کې یوې غونډې ته معلومات ورکول، زیاته کړه:«موږ ته اوس معلومه شوه چې د اکتوبر په درېمه /شنبه/ افغان امنیتي ځواکونو راته وویل چې پر دوی د دښمن له مورچو ډزې کېږي او له امریکايي پوځیانو یې د هوايي ملاتړ غوښتنه وکړه. هغه و چې د طالبانو د ګواښ د له منځه وړلو لپاره د هوايي حملې غوښتنه وشوه چې له کبله یې یو شمېر ملکیان ووزل شول.»

One thought on “د امریکا پوځ د بې سرحده ډاکترانو پر روغتون حمله ومنله”
  1. روغتون دبام په سر بيرغ درلود كله چى روسان په سوريه كى دبمونو په وسيله تروريستان او دهغو پلويان وژنى دامريكا چيغى توله دنيا اورى او كله چى امريكايان په افغانستان كى جنايت كوى بيا تيروتنه ده كه دا تير وتنه وى خو په سوريه كى هم كله چى ستاسى سپى وژنى بيا هغه هم تير وتنه ده

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *