تاند- په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو قومندان وايي، ایتلافي او افغان ځواکونه به پر حقاني شبکې، چې په افغانستان کې یې راتلونکو انتخاباتو ته ګواښ کړی، لا ډیر تمرکز وکړي .

جنرال جوزیف ډانفورډ، چې پرون د امریکا په دفاع وزارت یا پینتاګون کې له خبریالانو سره ږغېده، وویل د امریکا متحده ایالات د دې ډلې مالي سیستم او خوځښتونه په نښه کوي .

نوموړي ویلي په تیرو څو میاشتو کې د حقاني شبکې وسلوال په یو نه یو شکل تر پخوا فعال شوي او امریکايي پوځیانو هم خپلې هڅې د دې شبکې په وړاندې غښتلې کړي دي.

دې شبکې ثابته کړې چې لویې حملې کولی، سیاسي پروسه ګډوډولی او په داسي حال کې چې افغانان رای ورکولو ته روان دي، د نا امنۍ احساس رامنځته کولی شي.

دې شبکې په وروستیو څو کلونو کې په افغانستان کې لویې او خطرناکې حملې کړي دي.

 امریکايي چارواکو پر له پسې له پاکستاني چارواکو غوښتي چې د حقاني د وسلوالو سخت دریځو پر ضد دې، چې په شمالي وزیرستان کې یې اړولي دي او له هغه ځایه افغانستان ته اوړي او په امریکايي او ایتلافي ځواکونو بریدونه کوي،  جدي ګامونه پورته کړي .

د ناټو او امریکايي پوځیانو عمومي قومندان خبریالانو او د امریکا د کانګریس غړیو ته د روان کال په پای کې له افغانستانه د نړیوالو پوځیانو د وتلو په اړه د امریکا د پلانونو په اړه پر تفصیلاتو خبرې وکړې.

امریکايي چارواکو او د ناټو پوځي قومندانانو ویلي چې له ۲۰۱۴ وروسته به د ۸ زرو او ۱۲زرو ترمنځ پوځیان په افغانستان کې پرېږدي خو شرط دا دی چې د افغانستان حکومت له امریکا سره دوه اړخیز امنیتي تړون لاسلیک کړي.

جوزیف ډنفرډ وویل، له ۲۰۱۴ وروسته په افغانستان کې پاتې کېدونکي پوځیان به پر القاعده تمرکز وکړي، خو څرنګه چې د حقاني شبکه د امنیتي ځواکونو لپاره زیاته خطرناکه ده، د امریکا متحد ایالتونه به د امنیتي ځواکونو د ساتنې لپاره هر هغه څه وکړي چې ضروري وي.

ده د پنجشنبې په ورځ د امریکا د مشرانو جرګې د وسله والو خدماتو کمېټې ته وویل: که ټول نړیوال ځواکونه د سږکال په پای کې له افغانستانه ووځي القاعده شبکه به بېرته ژوندۍ او فعاله شي او بیا به د لوېدیځ پر ضد پلانونه جوړ او حملې وکړي.

جنرال ډنفرد همداراز وویل:«د القاعده عناصر له کونړ او نورستان ولایتونو فعالیت کوي، او دا ورته لویه کامیابي ښکاري چې موږ له افغانستانه ووځو څو دوی ته موقع برابره شي.»

په افغانستان کې د امریکايي او ناټو پوځیانو عمومي قومندان همداراز وویل چې له افغانستانه د ټولو امریکايي پوځیانو او د هغو د وسایلو او تجهیزاتو د ایستلو لپاره ۱۰۲ ورځو ته اړتیا لري نو پر دې اساس امریکا تر سپټمبر میاشتې پوري د امنیتي موافقې لاسلیک ته انتظار ایستلی شي خو که خبره تر دې وځنډېږي له افغانستانه به د امریکايي پوځیانو د ایستلو پلان له خطر سره مخامخ شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *