تاند- په سلګونو امریکايي پوځیان هلمند ته استول کېږي چې په دغه ولایت کې د وسله والو طالبانو د زیاتېدونکو بریدونو د شنډولو لپاره د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ وکړي.

د امریکا د پوځ ویندوی ډګرمن مایکل لاوهرن نن په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې دا نوي سرتېري به د امنیت د ټینګښت ترڅنګ د افغانستان د ملي اردو د ۲۱۵ قول اردو ځواکونو ته مشورې ورکړي.

په هلمند کې افغان امنیتي ځواکونو ته په وروستیو کې سختې مرګ ژوبلې اوښتي. ویل شوي چې په هلمند کې د افغان امنیتي ځواکونو ترمنځ نه همږغي او په قوماندې کې ستونزې سبب شوي چې طالبان په یو شمېر ولسوالیو کې پرمختګ وکړي.

په وروستیو کې تر ۹۰ زیات جنرالان او نور جګپوړي افسران بدل رابدل شوي څو وضعیت ورسره بدل شي.

مخکې ویل شوي و چې د امریکا پوځ هلمند ته شاوخوا ۲۰۰ سرتېري لېږي، خو لاورن ونه ویل چې څومره سرتېري به واستول شي، یوازې یې دومره وویل چې د استول کېدونکو ځواکونو شمېر به د پام وړ وي.

د امریکا او ناټو ځواکونو د ۲۰۱۵ م کال له پیله د افغانستان په جګړه کې له ګډونه ځان ساتلی دی خو ویل شوي چې د هلمند وروستیو جګړو دوی مجبوره کړي چې د جګړې ډګر ته ووځي.

ناټو او امریکايي پوځیانو د ۲۰۱۴ م کال په پای کې په هلمند کې خپلې ټولې اډې خالي کړې او دوی له دې ولایته ووتل خو اوس دا ځواکونه بیا هلمند ته روان دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *