ارشیف

تاند- دوه ټپي شوي امریکايي پوځیان او د یوه وژل شوي مړی نن /چهارشنبه/ په هلمند کې د جګړې له میدانه په الوتکه کې انتقال کړای شول.

د امریکا د پوځ ډګروال مایک لاوهورن وویل:«په مارجې ښار کې د تېرې ورځې د جګړې قربانیان وړل شوي دي.»

د هغوی وړل پرون وروسته له دې وځنډول شو چې یوه امریکايي څرخکه د کښېناستو په وخت له دېوال سره ولګېده او خرابه شوه او پر بلې د طالبانو له لوري ډزې وشوې. لاوهورن وویل چې دغو امریکايي پوځیانو په جګړه کې خپلو افغان متحدانو ته مشوره ورکوله.

افغان ملي امنیتي ځواکونو په مارجې ولسوالۍ کې پراخ عملیات پیل کړي او یو شمېر سیمې یې له طالبانو څخه بېرته نیولي دي.

د هلمند د والي ویاند وايي چې امنیتي ځواکونو د مارجې لاره، چې طالبانو بنده کړې وه، بېرته پرانستې ده.

طالبانو په لاره کې اکثره پلونه لو پلچکونه الوزولي دي.

One thought on “د امریکا پوځ له مارجې څخه خپل ټپي پوځیان وایستل”
  1. دطالب څخه نو موږ بل څه انتظار لرو خامخا به دا سپي پل او پلچک نړوي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *