تاند- د امریکا پوځ تایید کړه چې شاوخوا ۱۰۰ سرتېري یې هلمند ته د وسله والو طالبانو خلاف د جګړې لپاره لېږلي دي.
د ۲۰۱۴ م کال د جنورۍ له لومړۍ څخه امریکايي پوځیانو د افغانستان په جګړه کې له ګډونه ډډه کړې او خپل ماموریت یې د افغان امنیتي ځواکونو تر روزنې او مشاورته پوري محدود کړی و.
خو دا لومړی ځل دی چې په افغانستان کې د امریکا پوځ د جګړې میدان ته د خپلو ځواکونو د لېږلو خبره کوي.
د امریکايي پوځیانو یوه ویندوی نن /دوشنبه/ وویل چې امریکايي پوځیان د هلمند ولایت مرکز لشکرګاه ښار ته رسېدلي دي.
ده وویل چې دا پوځیان به د پولیسو ملاتړ وکړي.
پرون د هلمند چارواکو ویلي و چې تېره شپه د دغه ولایت هوايي ډګر (بُست) ته یو شمېر تازه دمه امریکايي پوځیان رسېدلي دي.
د هلمند د والي ویندوی په بُست هوايي ډګر کې د امریکايي پوځیانو د کوزېدو خبر تایید کړ خو د هغو د شمېر په اړه یې بې خبري څرګنده کړه.
په همدې حال د هلمند د ولایتي شورا ريیس کریم اتل اسوشیتید پریس خبري اژانس ته نن /دوشنبه/ وویل چې د هلمند ولایت په څو سیمو کې جګړه روانه ده.
خو د هلمند د ولایتي ادارې چارواکي بیا وايي چې جګړه تر پخوا ټکنۍ شوې ده.