تاند- په افغانستان کې د امریکا پوځ وايي، د افغانستان حکومت غواړي چې په څلرویشت ساعتونو کې د امریکا له پخواني محبس څخه ۶۵ خطرناک بندیان خوشي کړي.

د بګرام له محبسه د دغو ۶۵ بندیانو، چې امریکایان یې خطرناک تروریستان بولي، د خوشي کېدو مسله د امریکا په مشرۍ د ايتلاف او افغان ولسمشر حامد کرزي ترمنځ د جدي اختلاف سبب شوې ده.

په افغانستان کې د ناټو له هغې اعلامیې سره سم، چې تېره شپه یې خپره کړې، د ۸۸ بندیانو، چې د امریکا او افغانستان ترمنځ د لانجې سبب شوي، د خوشي کېدو بهیر به له نن سهاره پیل شي.

د امریکا پوځ د افغانستان د حکومت پر دې پرېکړې اعتراض کړی، ویلي یې دي چې د هغوی په منځ کې لږترلږه ۶۵ یې خطرناک تروریستان دي چې د سړک د غاړې بمونه یې جوړول او نړیوالو ځواکونو ته خطر پېښوي.

تر دې مخکې د امریکا د کانګریس غړي سناتور لیندسي ګراهام د افغانستان د حکومت له لوري د دغو بندیانو د خلاصون په خاطر د حامد کرزي پر حکومت د امریکا د انکشافي مرستو د بندېدو غوښتنه کړې وه.

سناتور ګراهام ، چې د امریکا په مشرانو جرګه کې د جنوبي کارولینا سناتور دی او په جمهوریتپال ګوند پوري تړلی دی، همداراز وویل:«ولسمشر کرزي اساساً د خپلې خوښې د قانون واکمني پیل کړې ده، پکار ده چې له افغانستان سره د اپریل د میاشتې د پنځمې نېټې د ولسمشرۍ تر انتخاباتو او د نوي ولسمشر تر واک ته رسېدو پوري د امریکا مرستې وځنډول شي.»

ده دا خبرې د مشرانو جرګې د وسله والو خدماتو د کمېټې په استماعیه غونډه کې وکړې. په غونډه کې د دواړو ګوندونو استازو پر هغه څه نهیلي وښوده چې سناتور ګراهام د کرزي امریکا ضد سلوک وباله.

ګراهام وویل، کرزی ممکن په راتلونکو دوو ورځو کې په پروان کې له توقیف ځایه بندیان خوشي کړي حال دا چې امریکايي او ناټو قومندانان وايي، د دغو کسانو په اړه کافي اسناد او شواهد لري چې دوی خطرناک دي.

د پنتاګون ویندوی ډګروال سټیف وارین د سې شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل:«موږ باور لرو چې دا بندیان باید، د هغو جنایتونو په خاطر چې دوی کړي دي، محاکمه شي. زموږ په ذهن کې د دغو کسانو په خطرناک والي کې هیڅ راز شک نه ګرځي.»

ده همداراز وویل چې د دغو بندیانو خلاصون به په افغانستان کې د قانون حاکمیت ته یوګوزار وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *