تاند- د امریکا پوځ د دوشنبې په ورځ /اپریل۳۰/ وویل، د افغانستان په ختیځ کې یې یو سرتېری د جنګي ماموریت په لړ کې وژل شوی او بل ټپي شوی دی.

د امریکايي ورځپاڼې (دي هیل) د راپور له مخې، په دې عملیاتو کې یو شمېر افغان ځواکونو ته هم مرګ ژوبله واوښته.

په افغانستان کې د امریکايي او ناټو پوځیانو عمومي قوماندان جنرال جان نیکلسن په دې اړه په یوه خبرپاڼه کې ویلي«د ځان او په افغانستان کې د نورو مېشتو پوځیانو له لوري د قرباني شویو پوځیانو له کورنیو سره ژوره خواخوږي څرګندوم. افغانانو زموږ سره اوږه په اوږه په خورا زړورتیا جګړه وکړه. دا به زموږ په زړونو او تاریخ کې پاتې وي.»

د خبرپاڼې له مخې، ټپي شوی امریکايي پوځي له خطره وتلی دی.

د وژل شوي او ټپي امریکايي پوځیانو نومونه پټ ساتل شوي دي ځکه چې دوی تر هغو د خپلو وژل شویو یا ټپیانو نومونه نه اعلانوي چې د کورنۍ غړیو ته یې خبر نه وي ورکړی.

د امریکا د پوځ په خبرپاڼه کې د پېښې دقیق ځای نه دی ښودل شوی او دا هم نه دي ویل شوي چې دوی له طالبانو او که داعشیانو سره په جګړه کې مرګ ژوبلې لیدلي دي.

امریکايي پوځیان عموماً د افغانستان په ختیځ کې د داعش پر ضد په جګړو کې برخه اخلي.

سره له دې چې طالبان ادعا کوي چې داعش د امریکا له لوري جوړه شوې ډله ده، امریکايي پوځیان له تېرو ۳ کلونو راهیسې د طالبانو پر ضد په جګړو کې ډېر لږ برخه اخلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *