برېښنا - له ترکمنستان څخه افغانستان ته د برېښنا انتقال

تاند- د امریکا پوځ وايي، په افغانستان کې يې۵۰۰ ملیون ډالره د برښنا پر پروژو لګولي چې عام افغانان او د افغانستان د ملي اردو اډې ورڅخه کار اخلي.

د امریکا د انجنیرانو د قول اردو قوماندان ډګرحنرال ټاډ ټي سیمونایټ وویل چې دوی د بېلابېلو ولایتونو او پوځي اډو لپاره برښنا برابروي.

ده همداراز وویل چې د ۳۰۰ ملیون ډالرو په لګښت پر بېلابېلو پروژو کار کوي چې ۸۰ پوځي اډو ته به برښنا برابره کړي.

جنرال سیمونایټ وویل، په ځانګړي ډول د افغان ملي اردو اډو ته د برښنا برابرول په راتلونکو کلونو کې د دوی د پروژو یوه برخه ده.

ده همداراز وویل، له ازبکستان، تاجکستان او ترکمنستان څخه د افغانستان پروان، کاپیسا، وردک، غزني، پکتیا، پکتیکا، هلمند، اروزګان او کندهار ولایتونو ته د برښنا رسول هم د امریکا د پوځ د انجنیري قول اردو د فعالیت یوه برخه ده.

جنرال سیمونایټ وویل«حاضردمه موږ ۵۰۰ ملیون ډالره پانګونه کړې او ۳۰۰ ملیون ډالره نوره هم په بېلابېلو سیمو کې کوو.»

د دغه امریکايي قوماندان په وینا د اسیايي پرمختیايي بانک په شمول یو شمېر نړیوالې موسسې او ځینې هیوادونه هم افغانستان ته د وارداتي برښنا د پروژو ملاتړ کوي.

One thought on “د امریکا پوځ وايي، په افغانستان کې د برښنا پر پروژو په سلګونو ملیون ډالره پانګونه کوي”
  1. د مرستو څخه منـنه کوو، خو د فوځي اډو ترڅنګ عامو خلکو ته بریښنا هم د ژوند يو ضرورت دئ چې د وارداتي بریښنا په وسیله دا مشکل نه حل کيږي، د خپلو آبي منابعو څخه باید کار واخستل شي لکه د کونړ په سیند که د بریښنا بندونه جوړشي ، نيم افغانستان به پرې روښانه اوپه لکونو جريبه وچې دشتې به خړوبه شي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *