تاند- د امریکا پوځ وايي، د سې شنبې په ورځ یې یو پوځي په افغانستان کې د دښمن په ډزو ووژل شو.
د امریکا د پوځ په وینا دا په روان ۲۰۱۹ م کال کې په افغانستان کې د دوی دوهم پوځي دی چې وژل کېږي.
لومړي امریکايي پوځي، چې د جنورۍ په ۱۳ مه په بادغیس ولایت کې سخت ټپي شوی و، د پنجشنبې په ورځ په جرمني کې سا پرې کړه.
په افغانستان کې د امریکا پوځ په یوه لنډه خبرپاڼه کې ویلي، د پېښې په اړه پلټنه روانه ده. دې پوځ د پېښې نور جزییات نه دي څرګند کړي.
تېر کال (۲۰۱۸) په افغانستان کې ۱۳ او په ۲۰۱۷ م کال ۱۱ امریکايي پوځیان وژل شوي وو.
حاضردمه په افغانستان کې ټولټال ۱۴۰۰۰ امریکايي پوځیان مېشت دي. تېره میاشت د سپینې ماڼۍ سرچینو وویل چې ولسمشر ټرمپ غواړي له افغانستانه خپل نیمايي پوځیان وباسي.