تاند- په افغانستان کې د امریکا پوځ وايي، یو سرتېری یې په ننګرهار ولایت کې وژل شوی دی.

د امریکا پوځ وايي، وژل شوی سرتېری یې د خاصو ځواکونو غړی و او د ننګرهار په اچین ولسوالي کې د اسلامي دولت یا داعش پر ضد په عملیاتو کې ووژل شو.

امریکايي رسنیو تراوسه پوري د وژل شوي پوځي د نوم په اړه څه نه دي ویلي.

امریکایي پوځیانو د ۲۰۱۴ م کال په پای کې د طالبانو پر ضد عملیات پای ته ورسول خو محدود شمېر پوځیان یې لا هم د القاعده او داعش پر ضد مځکني عملیات کوي.

په ننګرهار کې، چې د داعش د فعالیت اصلي مرکز ګڼل کېږي، تر دې مخکې هم څو امریکايي پوځیان د ګزمې په مهال په بمي چاودنو کې وژل شوي دي.

تېره اوونۍ ناټو اعلان وکړ چې افغان او ناټو ځواکونو په افغانستان کې د داعش د نفوذ او حضور ساحته تنګه کړې ده.

د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې، بیل سالفین نن /پنجشنبه/ وویل، افغان امنیتي ځواکونو د ناټو د هوايي ځواک په ملاتړ په افغانستان کې د داعش تر کنټرول لاندې سیمې په درو کې دوې برخې تصفیه او ازادې کړي او په تېرو دوو کلونو کې د دې ډلې نیبمايي جګړه مار له منځه وړل شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *