تاند- د امریکا پوځ وايي، د پاکستان پوځ ته یې ۳۰۰ ملیون ډالره چې د سختدریځو پر ضد د نه اقدام کولو په خاطر ځنډولې وې، یو مخ لغوه کړې.
دا پرېکړه، چې پاکستان ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو تر سفر مخکې وشوه، د دوو هیوادونو پر اړیکو اغېز شیندلی شي.
د امریکا ولسمشر ډانلډ ترمپ د سږ کال په لومړیو کې پاکستان ته هغه مرستې وځنډولې چې د ايتلاف د ملاتړ د بسپنې په نوم دې هیواد ته ورکول کېدې.
تر دې وړاندې د امریکا کانګریس د ايتلاف له بسپنې څخه پاکستان ته د ۵۰۰ ملیون ډالرو ورکړه ځنډول شوې وه.
د امریکا حکومت پر پاکستان تور پورې کوي چې په تېرو ۱۷ کلونو کې یې د افغانستان د دولت وسله والو مخالفانو ته پناهځایونه ورکړي او هغوی ته یې د تجهیز او تمویل امکانات برابر کړي دي.
د پنتاګون ویندوی ډګرمن کان فاکنر پرون /شنبه/ وویل«د دې لپاره چې پاکستان د جنوبي اسیا د ستراتیژۍ د ملاتړ لپاره غوڅ اقدامات ونه کړل، پاتې ۳۰۰ ملیون ډالره بل پروګرام ته ځانګړي کوي.»
تېره اوونۍ (اګست ۲۸) د امریکا دفاع وزیر جېمز متیس خبریالانو ته وویل، د سختدریځو پر ضد جګړه به د پاکستان له نوي صدراعظم عمراخان سره د امریکايي چارواکو د خبرو اصلي موضوع وي.
په پام کې نه ده چې متیس پخپله پاکستان ته لاړ شي، خو د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو اسلام اباد ته ځي.