تاند- د امریکا پوځ د شنبې په ورځ (اګست ۱۰) د هغو کوچنیو بې پېلوټه الوتکو یا ډرون تصویرونه خپاره کړل چې دا ځواک یې په افغانستان کې کاروي.

د امریکايي رسنیو د راپور له مخې، دا بې پېلوټه کشافې الوتکې یا هوايي سیستم بلک هورنیټ (Black Horne) نومېږي.

د امریکا د ۸۲ هوايي فرقې د درېم کنډک له لوري په خپرو شویو تصویرونو کې په کندهار کې د امریکايي پوځیانو یوه ګزمه ښکاري.

دا ځواکونه د دې لپاره ګزمه کوي چې د سیمې له حاله خبر شي او له افغانانو سره د هغوی د اندېښنو په اړه وږغېږي. په همدې منځ کې بلک هورنیټ بې پېلوټه هوايی سیستم د ګزمې ملاتړ کوي.

دا الوتکې د ګزمې د برخوالو پوځیانو پر سر ګرځي او امنیت یې څاري.

دا الوتکې پر مځکه ولاړو یا ګرځېدونکو پوځیانو ته د شاوخوا په اړه معلومات ورکوي او له خطره یې خبروي.

بلک هورنیټ الوتکې د تیاره ودانیو، سمڅو او حتي پایپونو په شان پټو او خطرناکو ځایونو ته  ننوتی شي او که هلته په کافي اندازه رڼا هم نه وي ورڅخه معلومات لېږدولی شي.

دا الوتکې ۲۵ دقیقې تر ۲ کیلومتره لېرې ځای پورې الوتلی شي او سرعت یې په ساعت کې یو ویشت نیم کلیومتره دی.

په دې کوچنیو الوتکو کې له ځینو وسلو هم کار اخیستل کېدای شي.

One thought on “د امریکا پوځ په افغانستان کې کوچنۍ الوتکې وازمویلې”
  1. دا هیواد او خلک یې د مځکې پر مخ له همدې امله دي چې نړیوال خپلې وسلې، جنګي وسایل، الوتکې او نوره ټکنالوجي پرې و ازموي.
    لعنت دې وي زمونږ په هغو مشرانو چې خپل هیواد یې د یو څو روپو په مقابل کې د جنګ ډګر ګرځولی او خلک یې د قربانۍ ګډوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *