تاند- د امریکا پوځ د هغې حملې ویډیو خپره کړه چې د تېرې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ /مې ۲۴/ یې د هلمند په موسي کلا ولسوالي کې د طالبانو د قوماندانانو پر غونډې کړې وه.
امریکايي رسنۍ وايي چې په دې برید کې د نورو طالب قوماندانانو ترڅنګ ګومان کېږي چې د دې ډلې د هلمند والي هم وژل شوی دی.
د امریکا د پوځ پ وینا د مې په ۲۴ مه د طالبانو ګڼ مشران د موسي کلا ولسوالي په یوه ودانۍ کې راغونډ شول. پوځ (M142) توپچي راکټي سیستم ته اجازه ورکړه چې د غونډې ځای وولي.
په لومړنیو راپورونو کې ویل شوي چې ۵۰ قوماندانان، سرګروپان او نور غړي یې وژل شوي خو ځینې راپورونه ښيي چې د وژل شویو کسانو شمېر ۷۰ تنو ته رسېږي.
په افغانستان کې د امریکا پوځ وايي، د غونډې ځای د طالبانو د سیمه ییزو مشرانو د رایوځای کېدو کور و.
طالبانو د دې برید په اړه ضد و نقیض څرګندونې کړي دي.
دې ډلې په وروستۍ خبرپاڼه کې ویلي چې د امریکايي پوځیانو په حمله کې څو تنه ملکیان وژل شوي دي.