تاند- د امریکا پوځ روانه اوونۍ په کندوز ولایت کې د بې پېلوټه الوتکو په برید کې د طالبانو د یوه قوماندان ترڅنګ د دې ډلې له لوري د لږترلږه ۶ برمته شویو کسانو د وژلو په اړه څېړنې کوي.
د امریکا د دفاع وزارت یوه چارواکي د دوشنبې په ورځ ناوخته په واشنګټن کې تایید کړه چې د شنبې په ورځ /جون ۲۵/ د امریکا پوځ د طالبانو پر ضد د بې پېلوټه الوتکو برید وکړ.
دغه چارواکي همداراز وویل چې په دغه برید کې د ملکیانو د مرګ ژوبلو په اړه تحقیقات کوي.
د برید په اړه، چې کندوز ښار ته نژدې په چهاردرې ولسوالي کې وشو، زیات جزییات څرګند نه دي خو دا برید وروسته له دې چې د امریکا ولسمشر بارک اوباما په افغانستان کې له خپلو پوځیانو ځیني قیودات لیري کړل، د امریکايي پوځیانو لومړنۍ حمله ده.
د افغانستان په شمال کې د پولیسو یوه چارواکي شېرعزیز کامه وال وویل چې په دغه برید کې د طالبانو د محبس مسوول جنت ګل عثماني له ۵ نورو طالبانو سره وژل شوی دی.
ده وویل چې د دغه برید په بدل کې طالبانو د دوشنبې په ورځ ۶ ملکیان د بم په وسیله ووژل.
د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد د جنت ګل او ۴ نورو طالبانو وژل کېدا تایید کړه، ویې ویل چې د بې پېلوټه الوتکې په برید کې ۶ تنه افغان سرتېري هم ووژل شول. ده وژل شوي سرتېري د طالبانو له لوري اسیر شوي کسان وبلل.
تر دې مخکې د یکشنبې په ورځ /جون په ورځ ۲۶/ د افغانستان د دفاع وزارت سرچینو وویل چې په چهاردره کې د امریکا بې پېلوټه الوتکو د طالبانو د محبس د مسوول جنت ګل او ۵ نورو طالبانو ترڅنګ ۶ بندیان ووژل.
برید داسي وخت وشو چې طالبانو بندیان له یوې سیمې بلې ته په موټر کې وړل. (نور)
د طالبانو ویندوی ویلي چې د بې پېلوټه الوتکې له حملې وروسته د طالبانو دښمنانو اوازه خپره کړه چې طالبانو یرغمل کړي کسان په بمونو الوزولي دي.