تاند- په افغانستان کې د امریکا پوځ تایید کړه چې تېر کال په کندوز ښار کې د امریکايي ځواکونو په هوايي حمله کې په لسګونو ملکي افغانان وژل شوي ول.

د امریکا پوځ له اوږدو تحقیقاتو وروسته نن /پنجشنبه/ ومنله چې پر بوز کندهاري د امریکايي الوتکو په بمباري کې ۳۳ ملکیان وژل شوي او ۲۷ نور ژوبل شوي وو.

د امریکا پوځ د دې اعتراف ترڅنګ ویلي چې حمله یې د ځان د دفاع لپاره کړې وه.

په افغانستان کې د ناټو او غوڅ ملاتړ ماموریت عمومي قوماندان جنرال جان نیکلسن په یوه اعلامیه کې وویل«دې ته له پامه پرته چې شرایط څرنګه وو، زه د بېګناه خلکو پر وژل کېدو ژوره خواشیني څرګندوم. طالبانو ځانونه پټ کړل او شرایط یې داسي برابر کړل چې پر ملکیانو برید وشي.»

ده همداراز ویلي«هیله لرم چې ولسمشر (اشرف غني) او د افغانستان خلکو ته به ډاډ ورکړای شم چې موږ به د افغان ملکي وکړو د ساتنې لپاره له هر ممکن اقدامه کار واخلو. موږ به له افغان امنیتي ځواکونو سره د خپل هیواد د دفاع په هلوځلو کې مرستې ته دوام ورکړو.»

تر دې یو کال وړاندې هم د طالبانو له لوري د کندوز ښار د نیولو په مهال امریکايی الوتکو په کندوز کې د سره صلیب پر روغتون په بمباري کې په لسګونو کسان وژلي وو.

One thought on “د امریکا پوځ په کندوز کې د ۳۳ ملکیانو وژنه تایید کړه”
  1. عمرخیل صاحب!
    بای ذنب قتلت ( الآیه)
    آیا دی ته بشر دوستی وایی؟
    هغه متمدن انسان چه موږ( لیلا) ګرځولی همدا دی؟
    وژل او تخریب کوم فرهنګ کی کمال بلل شوی؟
    ساینس او تکنالوجی د نورو د وژنی لپاره ؟ که انسانی اهداف هم لری؟
    آیا تمدن لوڅوالی ، ملتونه قتلول ، انسانی حدود او ارزښتونه پایمالولو ته وایی؟
    له صلاحیت او امکاناتو نه باید همداسی استفاده وشی؟
    شرانګیزی یا شر صادرول او بشریت په غم اړولو ته بی له رذایلو بل نوم لرلی شی؟
    دا ټول کومی خوا ته روان دی او د بشریت انجام به څه وی؟ یا اولی الالباب! افلا تععقلون.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *