ګوګنار

تاند- سپینې ماڼۍ نن /پنجشنبه/ په افغانستان کې د کوکنارو د کښت او د مخدرو موادو د تولید په اړه خپل کالنی راپور خپور کړ.

د افغانستان د مخدرو موادو د کښت او تولید په اړه د امریکا په کالني راپور کې ویل شوي چې په ۲۰۱۸ م کال کې د ورتېر کال په پرتله د کوکنارو کښت او د تریاکو تولید لږ شوی دی، خو بیا هم ریکارډ ته نژدې دی.

راپور وايي چې په ۲۰۱۸ م کال کې د کوکنارو کښت په سلو کې ۳۳ لږ شوی دی. په ۲۰۱۷ م کال پر ۳۲۹۰۰۰ هکتاره مځکه کوکنار کرل شوي وو خو په ۲۰۱۸ کې پر ۲۲۱۰۰۰ هکتاره کرل شوي دي.

همداراز د وړم کال په پرتله د تریاکو تولید په سلو کې ۴۲ کم شوی؛ یعني له ۹۱۴۰ متریک ټنو څخه په ۲۰۱۸ کې ۵۳۳۰ متریک ټنو ته لږ شوي دي.

په راپور کې ویل شوي چې د کوکنارو په کښت او د تریاکو په تولید کې د کموالی اصلي علت په افغانستان کې وچکالي ده چې تېر کال یې د دغه هیواد ډېرې برخې زیانمن کړې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *