تاند، پنجشنبه، د عقرب ۱۶مه: د امریکا کانګرس د سولې پروسې په تړاو د پاکستان د فعالیت په اړه تازه ریپوټ کې ویلي، دغه هېواد د افغانستان پر وړاندې منفي او مثبت رولونه لوبولي دي.
د امریکا کانګرس همدا راز ویلي، د پاکستان استخباراتي ادارو لا هم له طالبانو او حقاني ترهګرې شبکې سره اړیکې او ملاتړ نه دی پرې ایښی بلکې لا هم ژوره اړیکه ورسره پالي.
راپور کې د افغان او امریکايي قومندانانو له قوله هم تایید شوې چې پاکستان د ترهګرۍ مستقیم او غیرمستقیم ملاتړی دی.
په راپور کې همدا راز راغلي چې پاکستان د پښتنو په مشرۍ یو ضعیف او بې ثباته افغانستان غواړي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ترهګرۍ پر ضد د خپلې مبارزې په کلني راپور کې ویلي وو، پاکستان لا هم د هغو ترهګرو ډلو پر ضد اقدام نه دی کړی چې له دغه هېواد څخه تمویل او تجهیزېږي.
دا هم د امریکا د دولت شعاری خبرونه او ګزارشونه دی کله چی دوی پوهیږی او ورته څرګنده ده چی پاکستان د ترهګرو ډلو ملاتړ کوی او هلته روزنه ورکوی او پدی باندی د دوی (امریکا) د بهرنیو چارو وزارت هم ورته ګزارش څو ورځی وړاندی نشر کړ
نو بیا ولی امریکا له پاکستان سره ۳۳ میلیارده ډالر مخکی د ټرمپ له دولت او بیا د ټرمپ په وخت کی چی کله عمران خان امریکا ته لاړ ۱۲۵ میلیون ډالر مرسته ورسره کوی
چی دوی دا واضح او څرګنده شوی چی پاکستان د ترهګرو ډلو ملاتړ کوونکی هیواد او په هند او افغانستان ټولی ترهګریزی پیښی د دوی په اشاره مخی ته ځی نو بیا ولی امریکا د ایران د فاطمیون په شان د پاکستان آی ایس آی اداره او په پوځ چارواکو او ادارو باندی نظامی، اقتصادی او سیاسی بندیزونه نه لګوی
او خپل ټول ۳۳ ملیارده اوهمدارنګه ۱۲۵ ډالره چی رسانیو ته روښانه شوی او هغه پټی پیسی چی ورکړی ټولی د یوی میاشتی په دور کی تری وغواړی معلوم به شی چی پاکستان څنګه له داعش، القاعده اوطالبانو لاس اخلی او کنه
مګر امریکا ددی پر ځای چی په پاکستان سیاسی او نظامی او اقتصادی فشار راوړی تنها د نشراتو د اداری په شان خپل ګزارشونه نړی ته نشروی مګر دا غوره لار نده ځکه چی امریکا ته پکار ده چی پاکستان اصلی څیره نړی ته روښانه کړی او د دوی د ټولو ترور او وژنو په اړه نړی ته وضاحت ورکړی او ملګری ملتونو په امنیت شورا ورباندی هر ډول اقتصادی او سیاسی او نظامی بندیزونه وضع کړی چی هند او افغان دولت پوه شی چی رښتیا امریکا د ترهګریز ډلو خلاف عمل کوی مګر که داسی نه کوی نو دواړه هیوادونه په شمول د نړی به د امریکا هر ډول پالیسی په وړاندی شکمن ووسی ځکه دوی تنها ګوری مګر عمل نه کوی چی پدی قضیه کی دوی هم ګډونوال شمیرل کیږی
یعنی نړی ته واضح خبری نکوی او هر هیواد پدی پوهیږی چی پاکستان ترهګرو ډلو ملاتړ کوونکی دی مګر امریکا ورسره ملګرتیا پالی او د سیمه کی نږدی ګاوڼدیو هیوادونوته د یو سردرد جوړ شوی
نو کچیری امریکا د پاکستان ملاتړ کوونکی نه وی نو ولی د پاکستان په وړاندی جدی ګام نه پورته کوی؟