په ټولنیز ژوند کې د دوست او دښمن پېژندل او پر وړاندې يې ځانګړی او لازم موقف درلودل د ویښو او باتدبیره انسانانو ځانګړنه ده، خو شته داسې کسان چې د دې ډول تفکیک احساس یا خو ډېر لږ په کار اچوي او يا خو یې په ځان کې بيخي وژلی وي، نه د دوست په انتخاب او دوستۍ په هنر پوهېږي او نه هم د چا د دښمنۍ پروا ساتي او فکر کوي، چې نه څوک ورته زيان رسولی شي او نه هم د چا دوستۍ ته اړ دی.
په تېرو لسو یا یوولسو کلونو کې د افغانستان وضعیت او دخلکو ستونزو ته په پام سره په ښکاره توګه ویلی شو، چې افغانان په دې ګروپ کې د دويمې ډلې خلک دي، نه یې خپل دوستان تشخیص کړل او نه یې هم له ورکړو فرصتونو د خپل راتلونکي له پاره کومه زره ګټه واخیسته.
دغه تېرې لسیزې ته ځینې کتونکي ډالری لسیزه وايي او تر دېره پر ځای خبره هم ده، ځکه چې د افغانستان ته په تاریخ کې هم د نړيوالې ټولنې په ځانګړي ډول امریکا دومره ډالرې مرستې له افغانستان سره نه وې شوې، خو عجیبه داده، چې د دغه ډبلو او بې درېغه مرستو په بهیر کې ځینې افغان چارواکو او نور قرار دادیان دومره وپړسېدل، چې نور نو په خپلو کورونو کې څه چې په هېواد کې ځان تنګ ګڼي، خو ځینې بيا داسې دي، چې ته به وايې خوارځواکۍ وهلي.
که د تېرې لسیږې ټولې بهرنۍ مرستې حساب او مجموعه يې بېرته په نیمايي هم ووېشل شي، نو د افغانستان نفوس ته په بام سره هر یوه ته په زرګونو ډالر ورسېږي، چې که چېرته د هر افغان لاس ته مخامخ رسېدلې وی، نو اوس به يو هم بې وزله او غریب نه و.
ددغه تېرې لسیزې د مرستو ډېره برخه د امریکا ډالر جوړوي، خو د لګولو برخه يې نه یوازې، چې د ځينو وسايلو او پروژو له لارې وه ، بلکې مخامخ يې افغان دولت ته هم ورکولې، چې یوه برخه يې دحکومتي ظرفیتونو، ادارو او سیمه ییږو حکومتواليو د پياوړتیا له پاره وې، امریکا تر اوسه په هره جګړه کې د ټوپک، ټانک او الوتکې له کارولو وړاندې یوه بله کاري وسله هم کارولې ده، چې تر نورو هغو ورته بې تلفاتو او ګټوره واقع شوې ده.
امريکايي لیکوال باب ووډ په خپل کتاب کې وايي، چې د طالبانو حکومت د راپرځولو له پاره له شک پرته چې امريکا د پوځي تېري بشپړ امکانات درلودل او چمتو والی یې نيولی و، خو تر دغه وسلې وړاندې د ډالرو وسله په ښه ډول وکارېده او موثرې پايلې هم درلودې.
ليکوال کاږي د طالبانو د ماتولو او پر وړاندې یې د طالب مخالفو د يوې ګډې وسله والې جبهې جوړولو بيه یوه بورۍ ډالر وه، چې ډېر سخت رقیبان يې هم له کلونو وروسته ددغه معاملې له پاره سره یو ځای کړل او امريکايي پیلوټانو او خطرناکو څار ګرو يې د خپلو B 52 الوتکو له دوربینونو ننداره کوله او دامريکا د راتلونکو برياوو نقشې يې مخې ته پرتې وې.
د باب ووډ به خبره، د شمال پوځي ټلوالې، چې ددغه چوپړ له پاره له امریکا کومه بیه په پنجشیر کې واخیسته که څه هم دوی ته خورا زیاته ښکارېده، خو امريکايي څارګر په دې سودا خوښ په دې وو، چې ددې پروژې له پاره د دوی دبېلو شوو پیسو یوه کمه برخه مصرف او معامله په ډېره ارزانه بیه تمامه شوه.
د امریکا دې لوبې نه يوازې، چې له دې وروسته هم دوام وکړ او خپلې ډېرې موخې يې په ډېره ښکته بيه او لنډه لار لاسته راوړې، بلکې نور ګڼ هېوادونه، چې په افغانستان کې يې ماموريت درلود په دغه لوبه کې ښکېل شول او تر ننه يې هم له دوام څخه انکار نه شو کولی، خو دا چې دغه هېوادونو او په ځانګړي ډول امريکا ته به يې اوږد مهاله بديل په راتلونکې کې څه وي؟ حس کول یې د امريکا او امريکايي سیاستونو په پېژندلو سره دومره ګرانه خبره نه ده.
د امریکا ددغه خطرناکې لوبې بل پړاوو اوس اوس د ولسمشرۍ د راتلونکو ټاکنو سره را برسېره کېږي او امریکا ته هر نږدې کاندید دا فکر کوی، چې د امریکا دخوښې کاندید له ده پرته بل څوک نه دي. لومړی خو بدبختي داده، چې اوسمهال موږ دخپل سیاست او راتلونکې برخه تر ډېره پورې تړلې او همدا غلامانه احساس یې هم راکړی، چې زموږ هر مشر چې راځي یا واک ته رسېږي، نو دامریکا له خوښې او سلا پرته امکان نه لري، نو ځکه خو د ولسمشرۍ راتلونکی هر کامیاب نوماند دامریکا په خوښه پورې تړو او فکر مو دا وي، چې ولسمشر ته د ولس د رايو ترڅنګ دسپینې ماڼۍ تایيدي ټاپه هم خورا اړینه ده اوعلت يې هم ممکن دا وي، چې نور نو دامریکا سیمه ییزې ګټې تر ډېره له افغانستان سره تړلې او له دې ځایه پرې ښه څارنه کولای شي.
د افغان دولت له يوه پخواني چارواکي(والي) سره مې خبرې کولې، ویل یې چې د دندې پرمهال به امریکايي پوځي او ملکي چارواکو تل افغانستان ته دسفر پر مهال يا خپله د امريکايي ځواکونو عمومي قوماندان زموږ دفتر ته وخت ناوخته راته، په بېلابېلو موضوعاتو به مو سره خبرې کولې، خو یوه ورځ یې څنګ ته کړم او راته ویل، یې چې یره ته خو هسې په دې پست کار کوې، باور وکړه ، چې ته دافغانستان له پاره یو غوره ولسمشر کېدی شې.
دغه چارواکي ویل، چې ما خندل او پوهېدم چې که هغه راته هرڅه وايي، خو زه پوهېږم چې په کوم موقف کې یم، پوهه او وړتیا مې څومره ده، نو ځکه مې څه غبرګون نه ښوده او نه مې ورسره په دې اړه بحث وکړ، خو وروسته، چې خبر شوم ګڼو نورو والیانو او چارواکو ته هم د دوی د ستاینې په موخه په یوه ډول نه یوه ډول دا ډول خبرې شوې وې.
همدا اوس د ولسمشرۍ په نوماندانو کې هم دامريکا دا لوبه روانه ده، هر کاندید په ځانګړي ډول هغوی، چې په امریکا کې يې ژوند او زده کړه کړې اود ولسمشر حامد کرزي دحکومت په تېرو دور کې لوړ پوړي چارواکي وو، په دې هیله د ولسمشرۍ ټاکنو ته د نوماندۍ تیاري نیسي، چې ګني د امريکا ملاتړ له ځان سره لري.
دې ټولو مسايلو او د امريکا تېرې لس کلنې پالیسۍ او دريځ ته په پام سره ، بویه چې امریکا دې له ګڼو نوماندانو سره په پټه همدا خطرناکه لوبه کړې وي او ډېر نوماندان به د امریکا له همدې ډاډ سره ولس او ولسي محبوبیت له یاده وېستلی وي. دلته طبيعي ده، چې دوی ته بیا رایه ممکن دومره اهمیت ځکه ونه لري، چې ددوی لومړی نظر د ولس او دهغوی د رایو پرځای د امریکا پر ډالرو او وسلو دی.
موږ ته په کار دي، چې ددې ټولو خطرناکو معاملو او لوبو تر شا د عراق د روانې کورنۍ جګړې، د عربي هېوادونو د خزان وهلي عرب سپرلي او په سوریه کې د را روان ناورین د ډرامو انځور دخپل هېواد په باب هم په نظر کې ونیسو، هغه ډرامې، چې ليکوالان يې د امریکا د سي ای اې جنرالان او لوبغاړي یې د ډالرو او دواک پر ژمنو اخیستل شوي سیاستوال دي.
له ملي باور ورځپاڼې په مننه…
زنده باد خایسته موضوع اوموثره لیکنه ده
هیله ده چی تول افغانان دشمالی تلوالی پرخیانتونوخبرشی
دوست اودښمن دافغانستان اصلی وارثین او اوسیدونکی ښه پیژنی خووخت ته اړتیا ده، په خپل وخت سره به الله ج هر څه وکړی. زمونږ دخاوری اصلی اوابدی دښمنانو نه په لس هاوو، نه په سلهاوو اونه په زرهاوو جرمونه اوخیانتونه کړیدی بلکه په میلونهاوو جرمونه اوخیانتونه یی کړیدی چه هیڅ عقلمند افغان ته ددوی دغه کارونه دمنلو وړ نه دی،