تاند، شنبه، د سنبلې ۱۶مه: د امریکا د دفاع وزارت او پوځ یو ۱۷ کسیز پلاوی د طالبانو او امریکا د سولې پر هوکړه د لا زیاتو بحثونو لپاره پاکستان ته رسېدلی دی.

پاکستان ته د دغه پلاوي د سفر یو هدف دا ښودل شوی چې له پاکستان څخه د طالبانو په تړاو له ضمانت اخیستلو وړاندې دغه هيواد سره د طالبانو اړوند ځینې پاتې مسایل حل کړي.

د سویلي اسیا خبري اژانس آني لیکلي، دغه پلاوی به دغه راز له پاکستاني پوځ سره په دې خبرې وکړي چې په ۱۳۵ ورځو کې څنګه کولی شي؟ له افغانستان څخه ۵۴۰۰ سرتېري پاکستان ته وباسي؟

دا پلاوی به و ارزوي چې له افغانستان څخه د بهرنیانو په وتلو سره په کومو دلایلو د طالبانو په تړاو باور کولی شي، ځکه دا خبره پاکستاني پوځي چارواکي باید ورته سپینه او په ډاګه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستاني پوځي مشرانو امریکا ته د عمران خان په سفر کې امریکا ته ډاډ ورکړی و چې امریکا کولی شي د پاکستان له لارې له افغانستان څخه ووځي او پاکستان به پر طالبانو دا ومني چې د سولې له هوکړې وروسته دوی ته ضرر ونه رسوي.

آني اژانس خبر ورکړی چې امریکایان اوس له پاکستان سره په همدغو ټکو خپلې خبرې سپینوي او ترې ژمنه اخلي چې د طالبانو په تړاو ورته د هرې خبرې ډاډ ورکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *