تاند- د امریکا نوی دفاع وزیر نن په نااعلان شوي سفر کابل ته راغی چې د افغانستان له ولسمشر محمد اشرف غني سره له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د وتلو پر مهالوېش خبرې وکړي.
وروسته له دې چې اشتن کارتر تېره اوونۍ د امریکا د دفاع وزیر په توګه دنده پیل کړه، کابل ته د نوموړي لومړنی سفر دی.
د امریکا دفاع وزیر به په افغانستان کې د ناټو له قومندان او امریکايي پوځیانو سره هم وویني.
کارتر ویلي چې له افغانستانه د پاتې څه باندې ۱۰ زره امریکايي پوځیانو د ایستلو پروګرام به نور هم تدریجي کړي. له اوسني پروګرام سره سم دا ځواکونه باید د ۲۰۱۶ کال تر پایه ووځي.
اشتن کارتر کابل ته په لاره خبریالانو ته وویل:«د همدې لپاره کابل ته روان یم چې په دې برخه کې فکر وکړو. حالات اوس څرنګه دي او تر ټولو ښه لار څه ده چې باید خپله یې کړو.»
اشتن کارتر په داسي حال کې افغانستان ته ځي چې ولسمشر غني له طالبانو سره د خبرو لار پرانستې ده او ښايي په راتلونکو لسو ورځو کې د لومړي ځل لپاره د طالبانو او افغان حکومت د استازو ترمنځ مخامخ خبرې وشي.