عبدالحلیم حلیمیار

د غوښتنو او امتيازاتو جګړه خپل تر ټولو پېچېده پړاو ته داخلېدونکې ده. د ولسمشر کرزي او واشنګټن تر منځ فکري فاصله ورځ تر بلې ډېرېدونکې ده.

واشنګټن تر ۲۰۱۴ کاله پوري د خپلو ټولو سرتېرو پر ايستلو وېشلي نظرونه لري. ولسمشر کرزی وايي، امريکايي ځواکونه نه وزي او د وتلو خبرې يې يوازي پر افغان دولت د فشار راوړلو لپاره دي. خو څو ورځې مخکي ځينو بهرنيو رسنيو يو ځلي بيا داسي راپورونه خپاره کړل چې ګواکي اوباما او د امريکا اداره غواړي چي د ۲۰۱۴ کال تر پايه په افغانستان کي د خپلو سرتېرو شمېر نهايي کم او يا هم صفر ته ورسوي. خو د حامد کرزي وياند بيا دا ډول راپورونه ردوي او وايي چې نړيواله ټولنه د افغانستان څخه د خپلو ټولو سرتېرو د وتلو پلان نه لري او نه هم دا خبره له موږ سره شريکه شوې.

 که څه هم امريکايي چارواکو په رسمي ډول د خپلو ټولو سرتېرو د وتلو پخلی نه دی کړی، خو ځينو لوړپوړو امريکايي چارواکو ويلي چې اټکل کېږي د اوباما او کرزي تر منځ د بې باورۍ له امله امريکا په افغانستان کې د ۲۰۱۴ کال تر پايه پوري د خپلو پوځيانو شمېر صفر او يا هم لږ تر لږه ۶۰۰۰ ته راټيټ کړي. شنونکي وايي، د کرزي شخصي امتيازاتو، چي له امريکا او نړيوالې ټولنې يې تقاضا لري، د افغانستان غميزه تر ټولو پېچېده او حساس پړاو ته رسولې ده.

د کرزي شخصي غوښتنې د دې لامل شوې چې د امريکا او افغانستان تر منځ د سياستونو د تصادم ستونزه ورځ په ورځ پراخه شي. کارپوهان وايي چې په افغانستان کي يو ځلي بيا د ډاکټر نجيب الله د حکومت صحنه تکرارېدونکې ده. د کرزي او امريکا تر منځ د ستراتيژيک تړون وروسته امنيتي تړون مهمه مسئله ده، چې تر اوسه کرزي په تعليق کې اچولې او د امريکا د غوښتنو سره – سره يې د امنيتي تړون مسئله د دقت او احتياط په پلمه ځنډولې ده.

کرزی وايي، امريکا دې د راتلونکي حکومت سره بيا امنيتي تړون لاسليک کړي. خبره دا ده چې جګړه د شخصي مفاداتو او امتيازاتو تر پولې رسېدلې، ځکه د کرزي د وروستيو څرګندونو په ارتباط، چي وايي د امنيتي تړون سره مخالفت نه لري، خو له دقت څخه کار اخلي. کرزی صاحب بايد نور په دې ډول ګنګوسو د ولس په سترګو کې خاورې ونه شيندي، موضوع بايد سپينه کړي تر څو ولس پوه شي چې د کرزي او امريکا تر منځ ستونزه اصلاً په څه شي کې ده؟ ولس نه پوهېږي چې کرزی صاحب څه غواړي؟

 د خپلو شخصي مفاداتو په خاطر نړيوال تړونونه له ستونزو سره مخ کوي او که د ملي امتيازاتو لپاره؟ که چېري د دواړو لورو تر منځ ملي امتيازات مطرح وي، نو ملي امتيازات خو بايد کرزی صاحب واضح کړي، تر څو جوته شي چې په دې وروستيو کې د کرزي او اوباما تر منځ د اختلافاتو عمده او اساسي ټکي څه شي دي؟

 ولس تر ډېره د ملامتۍ ګوته اوسني نظام او کرزي ته نيسي، چې هر ورځ يې سياستونه رنګ او خوند بدلوي. د امريکا سره ستراتيژيک تړون لاسليک شو، خو امنيتي تړون تر اوسه د کاغذ پر مخ پاتې دی.

کرزی وايي، په امنيتي تړون کې زموږ منافع په پام کې نه دي نيول شوي، کله چې زموږ منافع په پام کې ونيول شي له شک پرته بيا موږ دا تړون لاسليکوو. خو پوښتنه دا ده چې که اصلاً له دغه تړون سره کرزی صاحب شخصاً شخصي ستونزې ونه لري، نو بايد ولسي جرګې، مشرانو جرګې او ملت ته خبره د ګونګ حالت څخه راوايستل شي او روښانه شي.

 ولي کرزی صاحب د امنيتي تړون اختلافي ټکي نه روښانه کوي؟

فقط کرزي صاحب دومره ويلي چې زموږ ملي منافع بايد درک شي، نور وضاحت نه لري، يو ګونګ حالت رامنځ ته شوی. کرزی صاحب بايد ملت ته دا واضح کړي چې نړيوال څه غواړي او دی څه ترې غواړي؟

 تر څو خبرې واضح او حللاره يې معلومه شي.

که خبرې همداسي روانې وې، نو په افغانستان کې يو ځلي بيا د ډاکټر نجيب الله د حکومت صحنه تکرارېدونکې ده، ځکه په ۲۰۱۴ کال کې د ايتلافي قواوو د وتلو زيګنال وېروونکی دی.

که نړيوال قوتونه له افغانستان څخه په ۲۰۱۴ کال کې ووځي، په افغانستان کې به بحران وزېږي. کټ مټ د ډاکټر نجيب الله د سياسي حکومت صحنه، چې ګاونډيان باالخصوص هغه هيوادونه چې دلته پراخه سياسي لاسوهنه کوي، لکه ايران او پاکستان، دې حالت ته منتظر دي، شېبې شمېري، او بيا به تکرار شي.

 نو د لږو شخصي مفاداتو او امتيازاتو پر ځای بايد ولسمشر کرزی د افغانستان راتلونکی په نظر کې ونيسي.

که افغانستان موجود و، پر خپلو پښو ولاړ و، پرمختللی او متکي و، نو کرزی به هم موجود وي، خو که افغانستان نه وي، کرزی به هم نه وي او واکمني به يې هم نه وي. نو د واک تر غځولو، د واک انتقال په اوس مهال کې د افغانستان د بقاء باعث ګرځي.

ملي ګټې بايد هيڅ وخت د شخصي ګټو قرباني نه کړو، کرزی صاحب د نړيوالو غوښتنې بايد درک کړي او بيا د افغانستان د ملي منافعو په چوکاټ کې له هغوی سره امنيتي تړون لاسليک کړي، تر څو د دغې موضوع پر سر د غوښتنو معامله نور پای ته ورسېږي او ملت هم په خپل سرنوشت پوه شي.

————————–

ليکوال : عبدالحليم حلميار

سرچينه : ټاټوبی اوونيزه

2 thoughts on “د امنيتي تړون ډرامه! – عبدالحليم حلميار”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *