دا اميد واروونکی ټولنېز – امنېتي وضعيت دی چې په هلمند ولايت کې امنېتي کمربند پراخ شوی او ورځ په ورځ د لا پراختيا په حال کې دی؛ دا ځکه د هلمنديانو لپاره هېله بخښونکی وضعيت دی چې دوی د افغانستان د ټول بحران، په تيره بيا تيرو اوولسو کالو کې له زغمه وتی درد و ګروم زغملی خو بيا يې هم د ژوند له رنګينيو او فعاليتو څخه زړه نه دی تور شوی او تل يې د خپلو علمي، مدني، ټولنېزو، سياسي او اقتصادي فعاليتو په ترڅ کې ثابته کړي چې دوی جنګ و جهل او درد و غم ته نه تسليمېږي، نو دا چې د سولي و ثبات لمر څرک لګېږي، داسي حالت کې نو بيا دوی تر هر څه زيات چمتو دي چې هم يې هرکلی وکړي، هم يې ملاتړ وکړي او هم تر چا زياته اعظمي استفاده ځنې وکړي.
هلمنديان پر خپلو ملکي چارواکو ږغ کوي چې زموږ د وطن د اتلو مبارزو وسلوالو ځواکو او پوليسو د وينو په قيمت چې کومه امنيتي ساحه پراخيږي او د ملت له هر کلي و ملاتړ سره مخيږي، نو دوی هم بايد تر هغه وروسته هغو سيمو او د سيمو اوسېدونکو ته خدمات ورسوي؛ ددې نتيجه به دا وي چې خلک به خپل دولت ته نژدې کېږي او که د ملت و دولت ترمنځ په هره اندازه فاصله و خلا صفر ته نژدې کېږي نو په هماغه تناسب به ددې وطن او ملت د دوښمنانو لپاره د پښې اېښودلو چانس کمېږي.
موږ له بده مرغه په وارو- وارو دا تجربه کړه چې کله د وطن د قهرمانو مدافعينو د سرونو په بيه دوښمن ځغلول شوی او سيمه و اوسېدونکي يې له ډارونکي سيورې څخه ژغورلي دي، مګر په ادارو کې د زيات فساد له امله د هغو سيمو د خلکو زړونه و ذهنونه نه دې ګټل شوي او د لږ وخت په تېريدو سره يې، بېرته منځ ته دوښمن نفوذ کړی او د امنېتي ځواکو ټولي قربانۍ مو ضايع شوي دي؛ هېله ده چې دا وار يو وار بيا دا ترخه او شرموونکې تجربه تکرار نه شي.
په دې وروستيو کې چې په هلمند کې د (سونګوريانو) په نوم کومه نوې اصطلاح باب شوې او دا کسان د دوښمن په منځ کې د نفوذ لپاره انتخاب شوي دي، که څه هم د مؤثريت په اړه يې هم تبليغات شوي خو اوس – اوس داسې شکايتونه اورېدل کېږي چې د امنېتي کمربند په پراخه شوي سيمه کې د دغو کسانو له لاسه خلکو ته نوي غمونه پيدا شوي؛ هېله ده چې ملکي – امنېتي ادارې په پوره همږغۍ سره د دغې ستونزې د پراختيا د مخنيوې او بېخې له منځه وړو لپاره په جدي توګه متوجه اوسي؛ کنه نو خدای مکړه چې د سولې و ثبات لپاره مو هېلي يو ځل بيا په اوبو لاهو نه شي.
لیډینګ سټوري/ بدلون اونیزه ۱۳۰مه ګڼه