خبرپاڼه
کندهار، افغانستان- د کندهار امنيتآمر د رواني اوونۍ په اوږدو کي ٤٧ وسله والو مخالفينو ته د مرګ ژوبلي خبر ورکړ.
د کندهار د امنيت آمر جنرال رحمت الله اطرافي نن د ولايت مقام له رسنيو سره د اړيکو او معلوماتو په مرکز کي وويل، روانه اوونۍ يې د بېلابېلو عملياتو پر مهال په ښار او ولسواليو کي ٤٤ وسله وال مخالفين وژلي، ٣ نور يې ټپيان کړي او ١٥ يې ژوندي نيولي دي. اطرافي وايي، د رواني اوونۍ په اوږدو کي يې په ښار او ولسواليو کي د دښمن مهم پلانونه شنډ کړي، چي په ترڅ کي يې په زياته کچه وسلې او مهمات هم ترلاسه کړي دي.
نوموړي وويل، د رواني اوونۍ په اوږدو کي يې ١١ گډ او ١٣ ځانګړي عمليات په ښار او ولسواليو کې کړي، چي په پايله کي يې يو شمېر سپکي او درنې وسلې لاسته راوړي دي. نوموړي زياته کړه، ١ ميل راکټ، ١ ميل پيکا، ٢ ميله کلاشينکوفونه، ١ پايه کشفي مخابره، ١ ميل توپنچه، ١٣٧ کړۍ مختلف النوع ماينونه يې شنډ کړي، ٢٠ عدده د ماين پټاکۍ، ٢ عرادې موټرسايکلونه، ٣ فيره د راکټ مرمۍ، ٢٠٠ فيره د پيکا مرمۍ او ٣٠٠ فيره د کلاشينکوف مرمۍ نيول سوي دي.
اطرافي داراز وويل، ٢٥ ګرامه هيرويين او نهه نيم کيلوګرامه ترياک يې نيولي دي. نوموړي زياته کړه، يوه عراده موټرسايکل يې نيولى او له اړوندو جرمونو سره يې دوه کسان هم نيولي دي. د اطرافي په خبره: “د جنايي جرمونو په تړاو مو ٣ تنه د غلا او ٢ کسان د غيراخلاقي فلمونو د خپرولو په تور نيولي دي.”
نوموړي د خبرو په دوام وويل، درې ورځي وړاندي يې ٤٠٠٠٠ افغانۍ ټرافيکي عوايد د مستوفيت له لاري افغانستان بانک ته تحويل کړي دي.