د خوست سرپرست والي عبدالجبارنعيمي د سيمه ايزو، ملي او نړيوالو رسنيو سره د ځانګړي مرکې پرمهال وويل چې د افغان ولسمشر ډاکټرمحمداشرف غني د حکم او د امنيت شورا د پرېکړې په اساس بايد درنې وسلې راټولې او عاملين يې د قانون منګولو ته وسپارل شي.

د نوموړي په خبره امنيتي،کشفي اودفاعي ځواکونه مکلف دي، چې پدې برخه کې ژورې پلټنې وکړي ، هغه څوک چې درنې وسلې لري،تثبيت ، تشخيص او دافغانستان د نافذا قوانينو په رڼا کې يې مجازات کړي.دده په وينا پرته له  افغان وسله وال ملي ځواک څخه بل هېڅوک ددې حق نه لري ،چې غټه سلاح ولري.

نعيمي د منګلو او مقبلو قومونو ترمنځ په شوې جګړه کې کارول شويو  درنو وسلو ته په اشارې سره وويل چې په نظامي غونډه کې د شوې پرېکړې پربنسټ کشفي ارګانونو ته دنده سپارل شوې، چې پدې برخه کې هراړخيزې څېړنې وکړي،ترڅو معلومه شي، چې دا وسلې چا او له کومه ځايه راوړي دي .

دخوست سرپرست والي عبدالجبارنعيمي زياتوله ، ولايتي ادارې د ټولو قومونو ترمنځ هوارې شوې شخړې په پوره دقت سره فيصله کړي او حتا  منګلو او مقبلو په موضوع يې نږدې شل مياشتې کار کړى ، چې وروسته يې د بېلابېلو قومونو مخورو مشرانو،ديني عالمانو،د مدني بنسټونو فعالينو،خبريالانو، د امنيتي،کشفي، دفاعي ځواکونو مسوولينو،د عدلي او قضايي ادارو د مشرانو په شتون کې د ١٣٩٢ لمريز کال  د اسد دمياشتې په ٣٠نېټه دمنګلو او مقبلو قومونو ترمنځ دبازي غره او دسنځلي په نوم دمخروبه او بکر اوباير ځمکو په سر پخوانى شخړه ددواړو قومونو ترمنځ ديوې هراړخيزه قانوني فيصلې په چوکاټ کې  دځمکې د حدوداتو دتعين ،تفاهم او سوګند په پورته کولو سره په بنسټيزه توګه هواره شوه ،دواړو اړخونو سوګند وکړ چې شوې فيصله به مني اوپه هيڅ صورت به ورڅخه سرغړونه نه کوي او نه به هم چاته ددې اجازه ورکوي چې ددوى په منځ کې بيا جګړې ته لمن ووهي.

نوموړي په ټولو قومونو غږ وکړ، چې په شويو تعهداتو دې وفا وکړي،د قرآن پاک بې حرمتي دې نه کوي، په خپلو ولسونو او ځوانانو دې زړه وسوځوي، د دوى روښانه راتلونکى دې نه بربادوي، بلکې د دوى ترمنځ دې دوحدت په ټينګښت کې اغېزمن رول ولوبوي.دده په وينا هرڅوک چې شخړو ته لمن وهي،دوى په واقعيت کې دخپل هېواد،ولس،قوم او ځوانانو سره په څرګنده دښمني کوي،نوموړي د هغو علمااکرامو څخه مننه وکړه، چې د شخړو په هواري او زيان کې يې د ممبر د لارې خپل اسلامي مسووليت په ښه شان ادا کړى ، غوښتنه يې وکړه، چې بايد پدې لاره کې هرعالم،مخور او ځوان مثبت  رول ولوبوي او نور هغه خلک پرې نږدي، چې د شخصي ناروا ګټو پخاطر ځوانان په خپلو کې په جنګ اچوي.

نعيمي يووار بيا له خلکو وغوښتل چې په خوست کې ترډېره بريده د قانون حاکميت، ټولنيز عدالت او بشردوستي شتون لري،په همدې اساس دې هره حقوقي ستونزه د افغانستان د نافذا قوانينو په رڼا کې حل وفصل کړي، ترڅو شته مشکلات د جنګ او تاوتريخوالي پرځاى په سوله ايزه توګه هواره شي .

ولايت مقام مطبوعاتي دفتر

١١-١١-١٣٩٣ شنبه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *