تاند- د جرمني د بهرنیو چارو وزارت پرون وویل، په افغانستان کې یې خپل سفارت بند کړی دی، خو دغه وزارت په دې اړه تبصره ونه کړه چې په کابل کې یې خپل سفارت د جدي امنیتي خبرداري له کبله بند کړی دی.
په برلین کې د جرمني د بهرنیو چارو وزارت ویندوی له فرانس پریس خبري اژانس سره په خبرو کې د ویلت ورځپاڼې راپور تایید کړ، ویې ویل:«دا خبره سمه ده چې په کابل کې زموږ سفارت حاضردمه بند دی.»
ویاند په عین حال کې د ورځپاڼې د راپور په دې برخه تبصره ونه کړه چې سفارت له تېرو څو ورځو راهیسي وروسته له دې بند کړای شوی چې د دغه هیواد استخباراتي ادارې (بي این ډي) ورته خبرداری ورکړ چې د سخت دریځو له لوري پرې د تروریستي حملې خطر شته.
ویلت ورځپاڼې لیکلي:«زموږ له معلوماتو سره سم، د جرمني استخباراتي ادارې په وروستیو کې د بهرنیو چارو وزارت ته خبرداری ورکړی چې په کابل کې د سخت دریځو له خوا د جرمني پر سفارت د حملې خطر شته.
ورځپاڼه زیاتوي: د حملې د احتمال نښې قوي او جدي دي.
جرمني په افغانستان کې شاوخوا څلور زره پوځیان لري چې د شمېر له نظره د ناټو ترمشرۍ لاندې په نړیوالو پوځیانو کې له امریکا او بریتانیا وروسته تر ټولو زیات دي.
جرمني له افغانستانه خپل پوځیان راتلونکی کال باسي.
په افغانستان کې د جرمني نوي سفیر د سپټمبر په میاشت کې کار پیل کړی دی.