مجیب‌الرحمن ساپی

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د یوې ویناپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې هېڅ یوه ترهګریزه کړنه نشي کولای په افغانستان کې د سولې ټینګښت له هڅو څخه مخنیوی وکړي. یادې شورا په افغانستان کې  د ترهګرو ډلو د فعالیت له خطر څخه اندېښنه څرګنده کړې ده.

د امنیت شورا به ویناپاڼه کې راغلي دي: «هېڅ یو ترهګریز اقدام نشي کولای د افغانانو په مشرۍ په افغانستان کې د سولې، ثبات او ډېموکراسۍ هڅو پر وړاندې خنډ راولاړ کړي؛ ځکه دغه هڅې د افغان دولت، افغانانو او نړۍوالې ټولنې له ملاتړ څخه برخمنې دي.»

د یادې شورا غړو د ترهګریزو اقداماتو مالي ملاتړو او طرحه کوونکیو ته د سزا غوښتنه کړې او له ټولو هېوادونو څخه یې غوښتي، څو د نړۍوالو قوانینو او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پرېکړه‌لیکونو پر بنسټ پدې برخه کې له افغان چارواکو سره همکاري وکړي.

د دغې شورا له لوري په خپره شوې ویناپاڼه کې همدا راز راغلي، چې د ملګرو ملتونو منشور او نړۍوالو قوانینو پر بنسټ به د ترهګریزو ګواښونو پر وړاندې مبارزه وکړي.

د ملګرو ملتونو د منشور ۲۴ مادې پر بنسټ امنیت شورا د ملګرو ملتونو سازمان ټولو غړیو له لوري د نړۍوالې سولې او امنیت ټنیګښت مسووله ده او باید د خپلو دندو پلي کېدو په برخه کې د ملګرو ملتونو اصولو او موخو پر بنسټ ګام پورته کړي.

د نړۍوالې سولې ټینګښت په برخه کې د امنیت شورا دغو دندو ته نغوته کولای شو: د نړۍوالې سولې او امنیت د ټینګښت اصلي مسوول، د اړتیا په وخت کې د سولې رامنځته کېدو په موخه له زور څخه کار اخیستل، د سولې ګواښلو او یرغل د برید ټاکل او پدې تړاو سپارښتنه، چې څه وکړل شي.

یادې شورا د خپلو دندو په نه پام کې نیولو سره یوازې په افغانستان کې له ترهګریزو فعالیتونو او د دغو فعالیتونو ملاتړو څخه یادونه کړې او د سزا غوښتنه یې کړې ده. پداسې حال کې، چې د امنیت شورا د دندو له مخې باید د ترهګریزو فعالیتونو مخنیوي په موخه کوټلي او پلي ګامونه پورته کړي.

په افغانستان کې د شته ناخوالو، چاودنو او ترهګریزو بریدونو اصلي مسوول پاکستان ګڼل شوی دی، چې افغان دولت پدې تړاو په وار وار یادونه هم کړې او دغه یادونې د لوېدیځو هېوادونو له لوري تایید شوې هم دي، چې تر ټولو ستره بېلګه یې په ۲۰۱۱ زېږدي کال کې د پاکستان پلازمینې اسلام آباد ته څېرمه په ایبټ آباد کې د القاعده ډلې مشر اسامه بن لادن وژل دي.

همداراز د امریکا د بې‌پیلوټه الوتکو په بریدونو کې، چې د ډیورنډ له کرښې هاخوا تر سره شوي د القاعده ډلې ډیری مشران او جنګیالي وژل شوي دي.

بل لور ته د افغانستان وسله‌والو مخالفینو پټن‌ځایونه، روزن‌ځایونه او تجهیز‌ځایونه د ډیورنډ کرښې هاخوا د پاکستان تر ولکې لاندې سیمو کې دي، چې د بهرنیو ځواکونو چارواکو هم دغه خبره په وار وار منلې ده. خو د امنیت شورا د دې پر ځای، چې خپله دنده په سمه توګه تر سره کړي یوازې د وینا پاڼې په خپرولو یې اکتفا کړې ده.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا پنځه دایمي او، لس نادایمي غړي لري. دایمي غړي یې امریکا، روسیه، چین، انګلستان او فرانسه دي. دغه پنځه هېوادونه په یادې شورا کې د وټو حق لري او هر پرېکړه‌لیک یا غوښتنه، چې د دغې شورا د یوه دایمي غړي له لوري رد شي د پلي کېدو وړ نده.

تر ۱۹۹۱ زېږدي کال پورې، چې د ختیځ او لوېدیځ بلوکونو ترمنځ سړه جګړه روانه وه یاده شورا د شوروي او امریکا د سیالۍ ډګر وه؛ خو په ۱۹۹۱ زېږدي کال کې د روسیې په ماتې او د سړې جګړې په پای سره نړۍ د یوه قطب پر لور لاړه او دا امریکا وه، چې په امنیت شورا کې یې د خپلې خوښې پرېکړې کولې، چې دغه لړۍ اوس هم دوام لري؛ خو په ځینو حساسو او کمو حالاتو کې روسیه د امریکا غوښتنو پر وړاندې درېدلې ده؛ چې وروستۍ هغه یې د سوریې په تړاو و.

پاکستان په سیمه کې امریکا ته نږدې هېواد دی او امریکا نه غواړي، چې دغه هېواد له لاسه ورکړي. امریکا له پاکستان سره د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې په موخه په ملیارډونو ډالر مرسته کړې او دغه لړۍ اوس هم دوام لري. خو پاکستان (پوځ) نه یوازې، چې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې صادق ندی؛ بلکې له ترهګرۍ سره مرسته هم کوي.

امنیت شورا ته لازمه ده، چې د خپلو اصلي دندو او واکونو په پام کې نیولو سره پاکستان د ترهګرو هېوادونو په نوملړ کې شامل کړي. د یادې شورا په ویناپاڼه کې جالبه دا ده، چې له پاکستان څخه هېڅ یادونه نده شوې.

تر هغه، چې امریکا د پاکستان له ملاتړ څخه لاس پر سر نشي داسې نه برېښي، چې د امنیت شورا دې دغه هېواد په تور لست کې شامل کړي یا لږ تر لږه له ترهګرۍ څخه د ملاتړ له امله پر دغه هېواد فشار راوړي یا بندیزونه پرې ولګوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *